Tree frog – د ونې چونګښې

په انګرېزۍ کې (treefrog) هم لیکل کیږي او د (tree toad) نوم هم ورته اخلي. په ونه کې ژوند کوونکې (arboreal) چونګښې دي چې د انورا ډلې (order Anura) په مختلفو کورنیو کې ډلبندي شوي. تر ټولو زېات ډولونه یې په های لیدای کورنۍ (family Hylidae) کې شامل دي.
 
های لید (hylids) له ۱۰ سانتي متره (۴ انچه) کم اوږدوالی لري, اوږدې غټې پښې لري. د های لیدای کورنۍ ډېری چونګښې په اوبو کې هګۍ کوي خو ځینې یې په هغو شنو کوي چې د اوبو له پاسه زوړند وي او کله چې په بچیانو بدلې شي له دې شنو څخه یې بچیان په اوبو کې ځان غورزوي. ټول های لید په ونه کې ژوند کوونکي ندي ځینې ډولونه یې ونې ته نشي ختلای او په ځمکه ژوند کوي، ځینې ټول ژوند په اوبو کې کوي او ځینې په ځمکه کې غارونه باسي او په همدې سمڅو کې ژوند کوي.
په های لیدای کورنۍ کې ۷۰۰ ډوله شامل دي، دا ډولونه په ۴۰ نسلونو کې وېشل شوي، د ټولې نوې نړۍ په ګرمو سیمو کې شته خو په اروپا، استرالیا او د اسیا په سړو سیمو کې هم پیدا کیږي.
Gladiator frog Osa
Gladiator frog Osa By Charles J Sharp

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons