Leptodactylidae – لېپتو دکتیلیدای

د چونګښو د کورنۍ نوم ده، په انورا ډله (order Anura) کې شاملې دي، تقریبا ۹۰۰ ډولونه لري. د دې چونګښو ډېر ډولونه په مرکزي او جنوبي امریکا کې پیدا کیږي. ځینې ډولونه یې په ونه کې، ځینې په ځمکه او ځینې یې په اوبو کې ژوند کوي. درې سوه ډولونه یې د ایلو تېرو دکتیلېس ( genus Eleutherodactylus) نسل تشکیلوي. د دې نسل چونګښې له هګیو واړه غټو چونګښو ته ورته بچیان پیدا کیږي او د شکل د تغیر دوره نلري.
د دې کورنۍ ډېری چونګښې په محدودو سیمو کې ژوند کوي او هره سیمه کې نه پیدا کیږي. بل نسل یې د ځالې جوړونکو چونګښو ده چې د لېپتودکتیلېس (genus Leptodactylus) په نامه یادیږي: په دې نسل کې یو ډول چونګښې په ځمکه هګۍ اچوي او هګۍ یې یو ډول ژاولې یا قف پوښلې وي، واړه بچیان چې له هګیو پیدا شي تر هغو په همدې قف یا ژاولې ته ورته ماده کې ژوند کوي تر څو چې باران مینځلي نه وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons