Marsh frog – مارش چونګښې
علمي نوم یې رانا ریدي بندا (Rana ridibunda) ده، په انګرېزۍ کې ورته (lake frog) هم وایي، د رانیدای کورنۍ (family Ranidae) غړې دي، په اوبو کې ژوند کوونکې (aquatic) دي. له فرانسې تر اورال پورې سیمه کې پیدا کیږي او نسل یې انګلستان ته انتقال شوی. د اروپا تر ټولو غټه رانید (ranids) ګڼل کیږي. ښځه یې تر ۱۳ سانتي متره (۵ انچه) او نر یې تر ۹ سانتي متره (۳.۵ انچه) پورې اوږدیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!