زهري چونګښې – Poison frog

د نوې نړۍ تقریبا ۱۸۰ ډوله چونګښې دي چې د دېندرو بتیدای کورنۍ (family Dendrobatidae) تشکیلوي، په انګرېزۍ کې ورته (poison dart frog, dart-poison frog, or poison arrow frog) نومونه هم اخلي. د دې چونګښو پوستکی زهر ترشح کوي. له نیکارګو تر برازیل او پېرو پورې ځنګلونو کې ژوند کوي. د ځینې ډولونو پوستکي یې د امریکا هندیان د غشو او نیزو په سر کې کاروي. اوږدوالی یې له ۱۲ تر ۱۵ ملي متره (۲.۶ انچه) پورې رسیږي.
ډېر ډولونه یې که انسان په لاس کې راونیسي نو زهر یې اغیز نه پرې کوي. خو د ځینې ډولونو زهر یې که بدن ته داخل شي انسان هم مړ کولای شي. ډېر وخت یې مرغان او بیزوګانې ښکار کوي چې د زهرو له امله یې مړه کیږي ځینې ډولونه یې د بوټو لپاره زهري که چېرې د بوټو په پاڼو وګرځي ونې یا بوټي رژولی شي.
Blue-poison.dart.frog.and.Yellow-banded.dart.frog.arp
Poison frog By Pixeltoo

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons