Leopard frog – پیشو پړانګه چونګښه

د شمالي امریکا د چونګښو ګروپ ده، د کورنۍ نوم یې رانیدای (family Ranidae) ده، په ټوله شمالي امریکا کې پرته له کلیفورنیا تر بریتانوۍ کولمبیا سیمې پورې پیدا کیږي. له شمالي کاناډا تر مکیسکو پورې سیمه کې ژوند کوي. مخکې ګمان کېده چې یوازې یو ډول د رانا پیپینز (Rana pipiens) په نامه لري خو کله چې د ۱۹۴۰ او ۱۹۶۰ لسیزو تر منځ یې په لابراتوارونو کې کارېدنه پراخه شوه نو د ډولونو فزیولوجیکي یا د بدن د غړو توپیرونو ته یې د پوهانو پام شو. په متحد ایالتونو او کاناډا کې یې ۱۰ ډولونه پېژندل شوي او مطالعه شوي د ټولو ډولونو نومونه یې لاندې وګورئ:
د ریو غټه پیشو پړانګه چونګښه (the Rio Grande leopard frog) د ډول علمي نوم یې رانا بېرلاندیري (Rana berlandieri) ده، د لوړو هوارو پیشو پړانګه چونګښه (the Plains leopard frog) د ډول علمي نوم یې رانا بلیري (Rana blairi) ده، چیري کاهو پیشو پړانګه چونګښه (the Chiricahua leopard frog) د ډول علمي نوم یې رانا کیري کاهونسیس (Rana chiricahuensis) ده، د وېګاس درې پیشو پړانګه چونګښه (the Vegas Valley leopard frog) د ډول علمي نوم یې رانا فېشیري (Rana fisheri) ده چې اوسمهال یې نسل له منځه تللی، شمالي پیشو پړانګه چونګښه (the northern leopard frog) د ډول علمي نوم یې رانا پیپینز (Rana pipiens) ده، جنوبي پیشو پړانګه چونګښه (the southern leopard frog) د ډول علمي نوم یې رانا سفېنوسېفالا (Rana sphenocephala) ده، د رامسي درې پیشو پړانګه چونګښه (the Ramsey Canyon leopard frog) د ډول علمي نوم یې رانا سوباکوا وکالیس (Rana subaquavocalis) ده، د ټیټو ځمکو پیشو پړانګه چونګښه (the lowland leopard frog)، د ډول علمي نوم یې رانا یاوا پېینسیس (Rana yavapaiensis) ده، د اطلس سمندر د ساحلونو پیشو پړانګه چونګښه (the Atlantic Coast leopard frog) د ډول علمي نوم یې رانا کوفېلدي (Rana kauffeldi) ده، له زړو پاتې پیشو پړانګه چونګښه (the relict leopard frog) د ډول علمي نوم یې رانا اونکا (Rana onca) ده.
 
Rana sphenocephala
Rana sphenocephala

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons