ښیښه اي چونګښه – Glass frog

د کورنۍ نوم یې سېنترو لېنيدای (family Centrolenidae) ده، د ونې د چونګښو ټول هغه ګروپونه پکې شامل دي چې د نوې نړۍ په ګرمو سیمو کې ژوند کوي. د ځینې ډولونو خېټه او سینه یې رڼه وي او د خېټې داخل کې یې کلمې، زړه، سږي (viscera) ټول ښکاري. که چېرې خېټې ته یې وکتل شي نو زړه لیدل کیږي چې وینه شریانونو (arteries) کې پمپ کوي او خواړه یې په خېټه او معده (gut) کې حرکت کوي. خو ټول ډولونه یې رڼه خېټه نلري. د دې چونګښو پښې پراخه شوې ګوتې لري کومې چې ونې ته د ختلو وړتیا ورکوي. د سیندونو، ډنډونو تر څنګ د ځنګلونو په ونو کې ژوند کوي.
 
ښیښه اي چونګښې تقریبا ۱۲۰ ډولونه لري چې په درې نسلونو کې ډلبندي شوي: سېنترولېن (Centrolene)، کوکرانېلا (Cochranella) او های لینوباتراشیوم (Hyalinobatrachium) نسلونه. ډېر ډولونه یې واړه دي چې له ۲۰ تر ۳۰ ملي متره (۰.۸ تر۱.۲ انچه) پورې اوږدوالی لري خو په څو ډولونه کې تر ۸۰ ملي متره (۳ انچه) پورې اوږده شته.
 
د جنسي نزدیکت لپاره لمړی باید نر په ښځې پسې غږ وکړي. غږ کونکې نر د اوبو له پاسه په پاڼې کیني. کله چې ښځه راشي په همدې پاڼې جنسي نزدیکت کوي او د همدې پاڼې له پاسه هګۍ کوي. کله چې ښځه هګۍ وکړي او ولاړه شي نر له دې هګیو سره پاتې کیږي تر څو یې له نورو ښکاري ژو وژغوري او په ورته وخت کې په نورو ښځو پسې غږ کوي. د مختلفو مودو هګۍ چې په بچیانو بدلې شي نو له پاڼې څخه لاندې اوبو ته ځان غورزوي. بچیان یې تر د شکل تغیر پورې په اوبو کې ژوند کوي.
Cochranella susatamai03
Rulyrana susatamai – Syn.: Cochranella susatamai By Mauricio Rivera Correa

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons