سمندری بیړی


په منځنیو پیړیو کې غرب دوه سمندري بندرونه لرل: غربي ساحل چې د مدیترانه سمندر برخه وه، په دې وخت کې دلته د خېټې شکل لرونکې د ګالېر په نامه کیشتی کاریدلې چې د هوا لپاره د پردې او پاروګانو په ذریعه ېې حرکت کاوه. د هوا پردو ېې مثلث شکل لاره چې لاتیني پردو ته ېې ورته والی لره. د کیشی وروسته او مخکې برخې لوړې وې او مذهبي نښانونه پکې کارېدلي وو.

بل سمندري ساحل په شرق (پرتګال) کې وه. په دې بندر کې بل ډول کیشتی کاریدلې چې نوم ېې نېف وو. دغه کیشتی په ۱۳ پیړی کې جوړې شوې او راڅرګندې شوې وې. د هوا لپاره پردو ېې مربع شکل لره یو هنډل یا اشټرنګ پکې کارېده او په لاس باندې په ډېره اساني رهنمايي کېدلې خو له دې سره سره بیا هم ډېره درندې او سرعت ېې کم وو.

په ۱۴ پېړی کې د دواړو بندرونو سمندري ځواک خپل تخنیک سره یو کړ اود راتلونکې لپاره ېې بل ډول کیشتی چې کره وېل نومېده جوړه کړه. دغه کیشتی په اول ځل په کال ۱۴۴۰ کې پرتګال وکارولې شکل ېې اوږد او د مخې خوا ېې باریکي او جګوالی لره تر څو اوبه پرې کړي او په اساني حرکت وکړای شي.
دا کیشتی وړې وې خو د کیشتی کارکونکي د جنګ لپاره څه کسان او د دوي خوراکي توکي د اوږد سفرلپاره انتقالولای شول. د هوا لپاره ېې پردې لرلې چې د وروسته لخوا لګیدونکې هوا به د توجه وړ سرعت ورکاوه.

له ۱۷ پیړی را په دېخوا ساینس په کیشتیو کې د الاتو کارولو باندې پېل وکړ له دغو الاتو څخه یوه بوسول وو دغه اله چینایانو جوړه کړې او کاروله په دې اله به ېې جهت مالوماوه، لار به ېې پرې پېدا کوله.

استرولاب : دې الې د عرض البلد محاسبه کوله او دکیشتی پوزیشن یا موقیعت به ېې ښوده او د شپې لخوا هم پرې لار پېدا کیدای شوه.

پورټولن سمندري لمړی نقشه : په دې نقشه کې د ځنې بندرونو موقعیت نومونه او نور مالومات پکې وو.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons