چاپخونه یا مطبعه


هغه ماشین چې د رنګ په ذریعه د متن لیک او انځور کاغذ ته لیږدوی.
لکه څرنګه چې اول ځل په چین کې کاغذ راڅرګند شو نو اروپا ته له رسېدو وروسته په اروپا کې په اول ځل ورته د چاپ ماشین جوړ شو او دغه ماشین په اروپا کې میکانیزه شو. تر ټولو اوځل کال ۱۴۳۹, د ستراسبورګ ښار کې جوهانس ګوتنبرګ د چاپ د ماشین اختراع وکړه . د دې تر څنګ کم مالومات شته چې کورانس جانسزون هم د چاپ د ماشین داختراع لپاره هڅې کړي. دغه ماشین له لرګیو جوړ وه د ۳۰۰ کالو لپاره وکاریده چې په یو ساعت کې به ېې تقریبا ۲۵۰ پاڼې په یو اړخ چاپ کولې.
وسپنیز د چاپ ماشینونونه په ۱۸ پیړی کې راڅرګند شول. په دې وسپنیز ماشینونو کې اول ځل دسلینډر ماشین وه چې د بخار د قدرت یا واک په ذریعه ېې کار کوه. د ۱۹ پیړی په منځ کې د نیویارک ریچارډ ایم هو بل د سلینډر ماشین جوړ کړ چې په ساعت کې ېې ۸۰۰۰ پاڼې چاپ کولای شوې.
دا څرخې مطبوعاتي ماشین په رسنیو کې ډېر موثر وو. له دې پرته په ۲۰ پیړی کې مسطح د چاپ ماشین د دندو په ځایونو کې موثر او ډېر وکاریدل.
د ۱۹ پیړی په اخر کې دافسټ پرینټر هم اختراع شو دا دچاپ ماشین د رنګه چاپ لپاره کاریده. دې ماشین په یوځل شپږرنګه چاپ کولای شو. د دې تر څنګ افسټ لیتوګرافی د کتاب، مګزین، اخبار، دسوداګري فارمونو او مستقیمو ایمیلونو لپاره په کار واچول شو چې دا ماشین د ۲۱ پیړی په پېل کې تر ټولو ستر چاپ کونکی ماشین پېژندل شوی. د دې تر څنګ د چاپ په تخنیک کې بهتري او پراخوالی روان وه او د جیټ، رنګ، لایزر کارونې لپاره هڅې پېل او بریالی شوې. د ۱۹۵۰-۱۹۶۰ کلونو تر منځ کله چې کمپیوټر اختراع شو نو په مطبوعاتي کمپوز کې ېې یو انقلاب رامنځ ته کړچې بلاخره ډیجیټل ډېټا ېې ځای ونیاوه. د شلمې پیړی په اخر کې د چاپ نویو مېتودونو له افسټ پرینټیګ سره مقابله پېل کړه .



Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons