دکاغذ جوړونه او تاریخ

کاغذ شنه یا وریښمینه پاڼه چې د سلولوز فایبر یا تارونو دیوې ښیښې په سر، پردغو موادو د اوبو څڅېدو نه جوړېده .
دکاغذ لنډ تاریخ او د جوړېدو لنډه طریقه په همدې لیکنه کې وګوری، بشپړ طریقه به ېې بله لیکنه کې خپره شي.
کاغذ په لمړي ځل په کال ۱۰۵کې چین جوړ کړی او په کال ۷۵۱ کې منځی اسیا ته ورسید، په کال ۷۹۳ کې بغداد ته ورسېد.
عرب سوداګرو د اسیا او اروپا تر منځ سوداګري کوله چې له اسیا تر هسپانیا پورې ېې کاغذ ورساوه او له هسپانیا نه ټولې اروپا ته خپرېده. په دې وخت کې اروپایانو د پرشوما یا د پوستکي کاغذ او پپي روس په نامه له لرګي جوړ کاغذ کاروه خو د دې دواړو پر ځای دعربو سوداګرو راوړي کاغذ ډېر ژر ځای ونیاوه ځکه چې قیمت او زحمت ېې کم وه.
په ۱۴ پېړی کې اروپا هم د کاغذ جوړونې فابرېکې پرانیستې او هیدرولیک یا د اوبو او نورو مایع په ذریعه تولیدېدونکې انرژي ېې په تولید کې وکاروله. چې دغه انرژي د ژرندو په څېر له څرخونو جوړېده کومه د روم د امپراطوري له وخت نه کارېده.
په اروپا کې د کاغذ کاریدنه هغه وخت زیاته شوه کله چې په ۱۴۵۰ کې د پریس پرینټینګ پېل شو. د۱۹ پېړی په پېل کې د رګز چې یو ډول ټوټه وه او د سبزي، لرګي او داسې نورو ډنډري چې د کاغذ جوړېدنې لپاره کارېدل د دې ځای پالپ یا د کاغذ جوړونې خمېرې ونیاوه.
تر دې مخکې په کال ۱۷۹۸ کې نیوکلاس لوییز رابرټ د کاغذ جوړونې اولنی ماشین جوړ کړ. دې ماشین په یو وخت کې یو کاغذ جوړاوه او ماشین یو سکرین لاره چې د ښیښې په سر جوړ شوی وه دا سکرین به د کاغذ په خمیره کې ډوبېده او بېرته به راویستل کېده تر څو د کاغذ په اندازه د ښېښې پر مخ خمیره را پورته کړي. څه کلونه وروسته د رابرټ ورونو هینري او سي لي د رابرټ جوړ شوي ماشین کې تخنیکي بهتري راوسته له دې وروسته په کال ۱۸۰۹ کې جان ډکېنسن د سیلینډر ماشین د کاغذ جوړونې لپاره جوړ کړ.

تر دې وخته پورې تقریبا د کاغذ جوړونې ټول کارونه ماشیني یا مېکانیزه شوي وو خو بنیادي کارونه ېې بیا هم لکه د پخوا په څېر پاتې وو. او هغه دا چې د کاغذ لپاره فایبرس یا تارونه به بېلېدل او لمدېدل به تر څو د کاغذ جوړونې خمیره تر جوړه شي له دې وروسته به د یوې اور یا حرارت لرونکې ښیښې په سر ګرمېدله تر څو د فایبریا تارونو پاڼه ترې جوړه شي او د اوبو زبېښلو لپاره به فشار ورکول کېده. او نورې اوبه ترې دحرارت په ذریعه وچېدلې .
کله به چې دا پاڼه وچه شوه نو له دې وروسته به د ځانګړو توکو په ذریعه سپینېدله او یا به ېې په مخ نور ډول مواد کارېدل تر څو په نظر کې نیول شوې کاریدنې لپاره وکاریږي.

د کاغذ په ډول کې توپیر کونه د مختلفو عواملو په ذریعه کېده. دغه عوام : په کاغذ کې د فایبرد نوعیت، د خمیرې د جوړونې ډول او کیفیت چې د ځمکې له لرګي جوړه شوې که د کیمیاوي توکو (سلفایټ سوډا که له سولفات ) اوکه د دواړو له یوځای کېدو خمیره جوړه شوې. د کاغذ سایز یا اندازه، د کاغذ سپینولو لپاره توکي، یا بل ډول رنګ، د کاغذ وزن، او پر جوړې شوې پاڼې نور کاریدلی کیمیاوي یا بل ډول توکي.
له دې وروسته د کاغذ جوړونې لپاره ځانګړې منبع لرګي شول خو تر اوسه پورې د رګز کارونه په ځنې کاغذونو کې کیږي تر څو د کاغذ مقاومت او عمر زیات کړي. خو له دې پرته د کاغذ جوړونې بله منبع کارول شوی کاغذ هم دې. درېمه منبع بوس، دګني یا ګنډیري تفاله، د بانړس لرګی یا د دې کرل شوی نی، د زغر ډنډري، کنف، هندي کنف چې جوټ هم ورته وایی او د غټو د اوړو بوجیولپاره تارونه هم ترې جوړیږي، ځنې کاغذونه چې د ځانګړې کارونې لپاره جوړیږي د څو بایبر له ترکیبه جوړیږي. په اوس وخت کې د کاغذ اندازه په کالیپر او د کاغذ په غلظت اوتراکم کیږي. او ښه کاغذ په رسنیو، کتاب، بریسټول، ګرافټ او په روغتیاي توکو کې کاریږي.

تر دې وخته پورې تقریبا د کاغذ جوړونې ټول کارونه ماشیني یا مېکانیزه شوي وو خو بنیاده کارونه ېې بیا هم لکه د پخوا په څېر پاتې وو. او هغه دا چې د کاغذ لپاره فایبرس یا تارونه به بېلېدل او لمدېدل به تر څو د کاغذ جوړونې خمیره تر جوړه شي له دې وروسته به د یوې اور یا حرارت لرونکې ښیښې په سر ګرمېدله تر څو د فایبریا تارونو پاڼه ترې جوړه شي او د اوبو زبېښلو لپاره به فشار ورکول کېده. او نورې اوبه ترې دحرارت په ذریعه اوچېدلې .
کله به چې دا پاڼه وچه شوه نو له دې وروسته به د ځانګړو توکو په ذریعه سپینېدله او یا به ېې په مخ نور ډول مواد کارېدل تر څو په نظر کې نیول شوې کاریدنې لپاره وکاریږي.

د کاغذ په ډول کې توپیر کونه د مختلفو عواملو په ذریعه کېده. دغه عوامل : په کاغذ کې د فایبرد نوعیت، د خمیرې د جوړونې ډول او کیفیت چې د ځمکې له لرګي جوړه شوې که د کیمیاوي توکو (سلفایټ سوډا که له سولفات ) اوکه د دواړو له یوځای کېدو خمیره جوړه شوې. د کاغذ سایز یا اندازه، د کاغذ سپینولو لپاره توکي، یا بل ډول رنګ، د کاغذ وزن، او پر جوړې شوې پاڼې نور کاریدلی کیمیاوي یا بل ډول توکي.
له دې وروسته د کاغذ جوړونې لپاره ځانګړې منبع لرګي شول خو تر اوسه پورې د رګز کارونه په ځنې کاغذونو کې کیږي تر څو د کاغذ مقاومت او عمر زیات کړي. خو له دې پرته د کاغذ جوړونې بله منبع کارول شوی کاغذ هم دې. درېمه منبع بوس، دګني یا ګنډیري تفاله، د بانړس لرګی یا د دې کرل شوی نی، د زغر ډنډري، کنف، هندي کنف چې جوټ هم ورته وایی او د غټو د اوړو بوجیولپاره تارونه هم ترې جوړیږي، ځنې کاغذونه چې د ځانګړې کارونې لپاره جوړیږي د څو فایبرس له ترکیبه جوړیږي. په اوس وخت کې د کاغذ اندازه په کالیپر او د کاغذ په غلظت اوتراکم کیږي. او ښه کاغذ په رسنیو، کتاب، بریسټول، ګرافټ او په روغتیاي توکو کې کاریږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons