د قانون پلي کوونه

هر هغه سیستم په کوم کې چې د یوې ټولنې غړي په یو تنظیم شوي یامنظم ډول کړنې تر سره کوي،دکړنو لپاره قاعده ټاکي، او موخه ېې دتعین شوی قاعدې پلي کول, د هغو خلکو چې دغه ټاکل شوی قانون ماتوي له قانون یا قاعدې ماتونې منع کول, دماتونې په صورت کې جزاورکول, د مجرم له جزا وروسته بیا دټولنې یو سالم غړی کېدو هڅه, هر هغه سیستم چې په ټولنې حکومت کوي د قانو د پلي کېدو سیستم وایي. 
په د غه سیستم مستقیم عمل هغه کسان کوی کوم چې د خلکو دمحافظت لپاره ګشت کوي، د جرم پیدا کونه کوي، د مجرم تعقیب کوي چې دغه خلک پولیس او نور د قانون پلي کوونې سازمانونه دي 
قانون پلي کوونه مجرم ته د جزا ورکول په ذریعه د جرم مخنیوی دې


د قانون د پلي کوونې جوړښت او ادارې 
د قانون پلي کېدنه ز یات وخت د قانون د پلي کوونې د ادارو لخوا تر سره کیږي چې له دې یوه اداره پولیس ده. د دې ادارو پر افرادو او د دوي پر کړنو ټولنیزه پانګه ډېره لوړه وي.
د قانون پلي کوونه کې د ادارو او افرادو صلاحیتونه محدود وي. خو په ځینو قضیو کې بیا د قانون پلي کوونې ادارې له یو بل سره تړلې وي لکه د امریکا په متحده ایالتونو کې هر ایالت د ایالت په سطح قانون لري خو د تحقیقاتوفدرالي اداره کولای شي دجرم خلاف په هر ایالت کې عمل وکړي. 
همداسې د ټولنې زیاتې ادارې کیدای شي د قانون پلي کوونې داخلي قوانین ولري لکه په ملي اردو کې د ملي اردو لپاره پولیس چې د پوځ جرمونه خلاف عمل کوي. 
په تېرو څو لسیزو کې د ټولنې د کړنو د تعقیب او پلټنې مهارتونه ډېر زیات پراخ شوي او وجه ېې د ټکنالوجي پراخوالی، د پلټنې او څارنې پر مختللی میتودنه هم دي. 
په امریکا کې د ۱۱ سپټمبر له واقعې وروسته د امریکا کانګرس او جارج ډبلیو بش ادارې د ترهګري ضد اقدامات پراخ کړل او دې دقانوپلي کوونکې ادارې ته زیات قدرت ورپه برخه کړ کوم چې د ترور په ضد جګړې په نامه یادشول خو د تعریف د صراحت او دقت نه کېدو په وجه د مدني حقوقو د ادارو او يو شمېر قانون جوړوونکو له مخالفت سره مخ شو.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons