د افغانستان د کانالونو سیستم

د افغانستان د کانالونو سیستم تقریبا په داخل کې بند دې، صرف په شرق کې سیند چې ۳۲۰۰۰۰ میل مربع ۸۳۰۰۰۰ کیلو متر مربع سفر وروسته سمندر ته غورځیږي. د کابل سیند چې د شرق په لور بهیږي د پاکستان له هندوس سیند سره یوځای کیږي اود عربو سمندر د هند په اقیانوس کې خالي کیږي. او تقریبا نور ټول سیندونه ېې له مرکزي لوړو سر چینه کیږي او په داخل کې یا له بل سیند سره یو ځای کیږي، یا دشتو کې اوچیږي او یا ځنې بندونو کې خالي کیږي. تر ټولو د سیندونو لوی کانالونه ېې د امو سیند، هلمند، کابل او د هریرود سیندونو کانالونه دي. 
د امو سیند اوږدوالی ۱۵۷۸ میله، ۲۵۴۰ کیلومتره دې چې د پامیر له یخچالونو سرچینه اخلي. او مساحت ېې د افغانستان په شمال شرق او شمال کې ۹۳۰۰۰ میل مربع، ۲۴۱۰۰۰ کیلومتر مربع دې. د امو سیند د افغانستان له تاجکستان او ازبکستان سره تقریبا ۶۰۰ میله، ۱۰۰۰ کیلومتره پوله جوړوي. په دغه سیند کې د کشتی سفر وړتیا یوازی ۶۰۰ میله دکولچه په سیمه کې چې د بدخشان په فیض اباد کې ده لري. په شمال غرب کې د هریرود سیند چې د کوه بابا په غربي لمن کې پروت دې او د شمال له هوارو تقریبا ۹۰۰۰ فټه لوړوالی کې موقیعت لري د هرات جنوب ته بهیږي. دلته د یوې درې حاصلخېزه ځمکې اوبه کوي او له دې ځاي نه د هرات د شمال په لور بهیږي او د شمال نه د غرب په لور چې د افغانستان او ایران تر منځ پوله جوړوي چې له دې وروسته د کراکم په صحرا کې وچیږي. 
په جنوب غرب کې دهلمند سیند دې چې د کابل نه ۸۰ کیلومتره لرې د کوه بابا تر څنګ تیریږي. د کانال مساحت ېې تقریبا ۱۰۰۰۰۰ میل مربع، ۲۵۹۰۰۰ کیلومتر مربع ده چې د افغانستان له جنوب نه د ریګستان شمال ته سفر کوي دلته له مغرو صحرا تېریږي او د سیستان موسمي بندونو کې خالي کیږي. دغه بندونه د ایران او افغانستان دپولو په اوږدو کې پراته دي. 
د افغانستان په جنوب شرقي سیمو کې تر ټولو لوی سیند د کابل سیند دې چې که کابل نه دشرق په لور بهیږي او د پاکستان له اندوس سیند سره له یو ځای کېدو وروسته سمندرته غورزیږي. افغانستان ګڼ شمېر د اوبو بندونه هم لري.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons