Francisco Pizarro – Spanish explorer — فرانسیسکو پیزارو

فرانسیسکوپه کال ۱۴۷۵ د هسپانیا په کاستیل کې پېدا شوی او د جون په ۲۶ نېټه کال ۱۵۴۱ په لیما چې اوس په پېرو کې ده مړ شوی. فرانسیسکو د انکا امپراطوري فاتح او د لیما ښار موسس ګڼل کیږی. 
فرانسیسکو د ګونزالو پیزارو حرامي یا غېر مشروع زوی وو. مور ېې یوه ځوانه انجلی چې فرانسیسکا ګونزالېز نومېده. د ژوند ډېره موده ېې دخنزیرانو په څرولو د نیا او نیکه کره تېره کړي. 
وروسته ېې په محلي وړو جګړو کې ونډه واخیسته خو چې هلته جګړې پای ته ورسېدې نو د جنګ لپاره دایټالیا په لور رهي شو. په کال ۱۵۱۰ کې ېې دکولمبیا دالونسو دو وجېدا په کشف کې ونډه واخیسته چې هلته د ده د ملګرو په نظر فرانسیسکو سخت ، خاموش،نا امېده کس پر چا چې په سخت وخت کې اعتبار کېدای شي. له دې سفر درې کاله وروسته د کیشتۍ د کپتان په څېر دنده پېل کړه. کله چې د ۴۸ کالو شو نو د کشف یو بل سفر ېې له دییګو دو الماګرو او هېرناندو سره دجنوبي امریکا په لور پېل کړ. له رسېدو وروسته الماګرو د پاناما په لور ولاړ تر څو د پاناما په والي د خپلو وعدو پوره کولو لپاره فشار راوړي په دې وخت کې دفرانسیسکو پاتې شوې ډلې ته خبر راغی چې دکشف له سفر نه بېرته راوګرځي ترڅو خپل ژوند له لاسه ورنکړي په دې ډله کې فرانسیسکو په خپله توره یوه کرښه پر ځمکه راښکله او ملګرو ته ېې وویل څوک چې له مرګه نه وېرېږي او غواړي چې هسپانیا ته له ځان سره قیمتي فلزات ویسي د کرښې نه دې زما لور ته را واوړي په دې ډله کې له فراسیسکو سره ۹ ملګري یوځای شول. په کال ۱۵۳۰ کې پاناما ته ولاړ په دې سفر کې ېې له ځان سره یوه کیشتۍ لرله چې ۱۸۰ کسان او ۳۷ اسان پکې وو او ۳۷ ساعته وروسته نورې دوه کیشتۍ په لاره کې ورسر ملګرې شوې. دوي له رسېدو مخکې د انکا مشر چې د کاجاکا په ښارکې له خپل ۳۰۰۰۰ پوځ سره اوسېده پیغام ولېږه. خو بلاخره د انکا مشر دا ومنله چې دواړه مشران به په ښار کې سره وویني. په دې وخت کې هسپانویان ډېر کم چې تقریبا ۲۰۰ کسانو ته ېې تعداد رسېده فرانسیسکو توپونه اماده کړل کله چې د انکا د مشر ځای ته ورسېده هلته دانکا مشر له خپل ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ کسانو سره راووت په دې وخت کې فرانسیسکو پیزارو یو عیسوی ور ولېږه او د انکا مشر چې اتاهولپا نومېده ووېل په عیسویت ایمان راوړه او د هسپانیا پادشاه پنځم چارلز خپل مشر ومنه او د انجیل کتاب ېې ورکړ چې دا کتاب وګوري او د ژوند په لارو چارو کې ېې امتحان کړي خو اتاهولپا هم عیسویت نه مني او هم د چارلز له مشري نه انکار کوی، ورکړل شوی انجیل کتاب هم په ځمکه غورزوي.دغه عیسوی دا راپور تر فرانسیسکو پیزارو رساوه او هغه هم سمدستي د حملې امر وکړ. د دواړو تر منځ جګړه وشوه ; په دې جګړه کې له انکا سره کومه خاص اسلحه نه وه خو دهسپانویانو سره ټوپک چې ارکېبیوز په نامه یادېدل، تورې او نور جنګي وسایل وو خو تعداد ېې تر ۲۰۰ کسانو زیات نه وو. فرانسیسکو پیزارو اتاهولپا له ځان سره برمته کوي , وروسته په کال ۱۵۳۳ د اکسټ په ۲۰ نېټه ېې غر غره کړ.
 فرانسیسکو له دې ځای نه د کوزکو په لور ولاړ هغه ښار ېې هم په ډېره اساني په کال ۱۵۳۳ د نومبر په مېاشت کې ونیاوه. په کال ۱۵۳۵ کې ېې د لیما ښار تاسیس کړ او د ژوند دوه اخرني کلونه ېې دهمدې ښار په ابادولو تېر کړل. دلته پرې د خپل ملګري الماګرو زوي حمله وکړه او مړ ېې کړ. تاریخ لیکونکي وایي چې کله مړ کېده زخمي حالت کې ېې خپلې وینې پر ځمکه ښکل کړې او ژړل ېې او دمرګ پر وخت ېې د عیسی مسیح نوم یادوه کوم چې د ده کلکه دعیسویت عقیده لرل ښیي. 


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons