Physiocrat — Economics — فیزیوکرات- اقتصاد

فیزیوکرات په فرانسه کې د۱۸ پېړی تاسیس شوي اقتصادي متکبونه وو. د دې مکتب مشخصات یوه ځانګړې عقیده وه او هغه دا چې حکومت باید د اقتصادي چارو دطبعي قانون په عملکرد کې لاسوهنه ونکړي او ځمکه د ټولو شتمنیو سر چینه ده. معمولا دا مکتب په نړی کې داقتصاد اولنی ساینسي مکتب ګڼل کېږي. 
فیزیوکراسي د ریښه شناسي له رویه داسې معنی کړای شوه ”طبعي قانون” او فیزیکراتانو په خپل ذهن کې داسې انګېرله چې باید یوه داسې اقتصادي ټولنه وجود .ولري په کومې کې چې طبعي اقتصاد او اخلاقي قوانین ټوله اقتصادي لوبه بشپړ کړي  د دولت لخوا وضع شوی قانون به ورسره په هماهنګي او توافق کې خپل رول لوبوي. دوي په خپل ذهن کې په عمده ډول د دهقاني ټولنه هم انځور کړه او په همدې وجه ېې په مېرکانټیلیزم (داقتصاد تیوري چې له ۱۶ پېړی تر ۱۸ پلي کېده، یوه دولتي مقر ره یا وضع شوی قانون وه) برید وکړ په دغه تیوري کې باور کېده چې باید هر حکومت پر خپل بهرنۍ سوداګري کنټرول ولري تر څو خپل اقتصاد او قدرت پېاوړی کړای شي خو دفیزیوکرات باور داسې وو چې باید سوداګر او مزدور له وضع شویو قوانینو ازاد وي. د فیزیوکرات مکتب د فرانسوا کوسنې لخوا تاسیس شوی وو. په کال ۱۷۶۸ کې د فیزیکرات مکتب په دې وجه رد شو چې حکومت فکر کاوه نظریه لرونکي غواړي حکومت د دوی په لاس کې ولویږي خو په کال ۱۷۷۶ کې له منځه ولاړ .


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons