Grigory Aleksandrovich Potemkin — Russian statesman — ګریګوري الېکسندرویچ پوتېم کین — د روسې سیاست پوه

د سپتمبر په ۱۳ نېټه کال ۱۷۳۹د روسې په شی زو وو کې پېدا شوی او د اکتوبر په ۵ نېټه کال ۱۷۹۱د رومانیا په لاسي کې مړ شوی. 
روسی پوځي افسر، سیاستمدار اواو د ۱۷ کالو لپاره د ملکې (دوېمې کترین) عاشق، او په دې امپراطوري کې ستر قدرت لرونکی، یو با اهله مدیر، بد اخلاقه، اصراف کونکی ، وفادار، سخي ، د نورو بښونکی کس وو. 
زدکړې ېې د مسکو پوهنتون کې کړي او په کال ۱۷۵۵کې د سلطنتي ماڼی محافظ شو. وروسته ېې له دوېمې کترین سره قدرت ته رسېدو کې مرسته وکړه. د ۱۷۶۸–۷۴ کلونو تر منځ ېې د روسو- ترکېش چې د روسانو او ترکې تر منځ جګړه وه, وځلېده او په کال ۱۷۷۴ کې د کترین عاشق شو. په دې وخت کې کترین له پوتېم کین نه ستر قومندان جوړ کړ او د نوې روسې والي ېې مقرر کړ ‘نوې روسیه’ په اوسني وخت کې د یوکراین جنوب ته وېل کېده. د پوتېم کین ډېره توجه د ترکې او روسې تر منځ پولو ته وه په همدې وجه ېې په کال ۱۷۷۶ کې د روسې جنوب کې دپولو نقشه ترسیم کړه. له دې سره ېې د کریمیا نیولو ته ځان چمتو کړ. 
کله چې مارشال شو نو په تور سمندر کې ېې د نظامي بیړیو لپاره لویه بندرګاه جوړه کړه او ډېر اصلاحات ېې د روسې پوځ کې راوستل. چې د کترین له ترکې سره په دویمه جګړه کې چې د ۱۷۸۷–۹۱ کلونو تر منځ وه ګټور قدم ثابت شو. ستونزه دا وه چې د یوکراین لپاره ېې د مستعمرې په څېر ساتلو کوم ځانګړی پلان نه لاره او ډېر وخت به ېې چې کله چارې مخ ته وړلې محاسبه نه کوله او په همدې وجه به ېې ډېرې پېل شوې چارې نیمه کې پرېښودې. کله چې کترین په کال۱۷۸۷ دجنوب په لور سفر وکړ نو پوتېم کین د خپلې ادارې کمزوري ټکي پټ کړل. کله چې د ترکې او روسې دوېمه جګړه پېل شوه د روسې دپوځ تجهیزات ښه او کافي نه وو خو بیا هم د کترین له لوري تشویق پوتېم کین په دې وتواناوه چې اوچاکو او بېندري ونیسي. په کال ۱۷۹۱ کې ځنې کم فکره کارونه پېل کړل چې کترین ترې نا خوښه وه او په همدې وجه ېې د لاسي په لور ولېږه تر څوهلته د سولې لپاره مذاکرات وکړي خو یوکراین ته نا رسېدلی په لار کې مړ شو.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons