سورغوم – Sorghum

سورغم (Sorghum) چې په انګریزۍ کې ورته (milo) نوم هم اخلي اساسا د حیواناتو د خوړو لپاره کرل کیږي. د (teff) او (millet) په نامه دوه ډولونه ېې په ډېرو ملکونو کې د انسانانو د خوړو په توګه او د حیواناتو لپاره کرل کیږي.
 
سورغوم (Sorghum bicolor) چې په انګریزۍ کې ورته (great millet, Indian millet, milo, durra, orshallu) نومونه هم اخلي . د کورنۍ نوم ېې پو اېسای (Poaceae) ده. نشایسته لرونکې غله لري. ممکن د دې نبات اصلي ځای افریقا وي چېرته چې عمده خواړه دي. ډېر ډولونه لري: د غلې سورغوم (grain sorghums) ېې د خوړو لپاره کرل کیږي، د وښو سورغوم ( grass sorghums) د وچو وښو د تولید لپاره کرل کیږي او بیا له دې وښو جارو ګانې او بورسونه جوړیږي. سور غوم په وچه او ګرمه سیمه کې کرل کیږي ځکه چې له وچکالۍ او ګرمۍ سره خورا زېات مقاومت لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons