ټېف – Teff

ټېف (Eragrostis tef) چې ځنې وخت (tef) هم لیکل کیږي د کورنۍ نوم ېې پو اېسای ( Poaceae)، د غلې دانه ېې ډېره وړه او د بوټي اصلي ځای ایتوپیا (Ethiopia) او ایریتریا (Eritrea) ده چېرته چې د میلیونونو انسانانو خواړه دي. نبات ېې د ګېډیو په څېر شنه کیږي، نرۍ ساقې لري، د ریښو سیستم ېې لوی ده. دا بوټی که چېرې اوبو کې ډوب وي او یا هم وچکالۍ وهلې وچې خاوره کې وي له دواړه وضعېتونو سره مقاومت لري. د غلو له ټولو دانو څخه وړه دانه لري چې قطر ېې له ۱ ملي متر څخه کم ده. ټېف ډېر پخوانی بوټی ده چې تقریبا ۶۰۰۰ کاله وړاندې کورنی شوی. د ټېف غله کې غذایي فایبر (dietary fibre)، پروتین او خورا زېات کلسیم، مګنیزیم او منرالونه موجود دي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons