وحشي اوربشې – Oats

وحشي اوربشې (Avena sativa) د پو اېسای کورنۍ (Poaceae) کورنۍ شوې ګیاه ده چې اساسا د دې بوټي د خوړو وړ دانې لپاره کرل کیږي. وحشي اوربشې په نرم یا ملایم اقلیم کې کرل کیږي او له اوربشو وروسته دوېمه غله ده چې په هغو خاورو کې کرل کېدای شي کومه چې حاصلخېزه نه وي. وحشي اوربشې د حیواناتو خواړه دي، ډېر کمه برخه ېې د انسانانو لپاره کاریږي او هغه هم د نهار غلې په توګه خوړل کيږي. د وحشي اوربشې بوټی د وچو وښو جوړولو لپاره سرچینه ده.
 
له دې پرته د سلج یا د ژمي لپاره ساتل شوي واښه ترې چمتو کیږي. د بوټي لوړوالی ېې تر ۱.۵ پورې رسیږي. د ګلانو سنبلچې ېې له څو ښاخونو جوړیږي چې په هر ښاخ کې دا ګلان په دانې بدلیږي. له ګرمۍ سره مقاومت کولای شي خو کافي لوندوالي ته هم اړتیا لري. له هرې ناروغۍ محفوظې دي خو یو ډول فنګس چې د انتراکنوز (anthracnose) په نامه ده او زنګ سره حساسیت لري. د وحشي اوربشې دانه کې خورا زېات کاربوهایډرېټ، ۱۳% پروتین، ۷.۵ شحم موجود وي همداسې د کلسیم، وسپنې، ویټامین B۱ او نیاسین سرچینه ګڼل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons