Avocado – اووکادو

په انګریزۍ کې ورته (alligator pear) هم وایي. ونې ته پیرسي امیریکانا (Persea americana) نوم هم اخستل کیږي. د کورنۍ نوم ېې لورا سیای (Lauraceae) او اصلي ځای ېې مکسیکو ده. اووکادو شین رنګه یا زېړ رنګه بدن لري لکه د زړو د مغز په څېر خوند او بوي لري. زېات وخت په سلات کې خوړل کیږي خو د نړۍ په ډېرو ملکونو کې له ډوډۍ خوړلو وروسته خواړه دي. په مکیسکو کې یو ډول خواړه ترې پخوي چې د ګواکمولي (guacamole) په نامه دي او اساسي جز ېې اووکادو ده.
 
په اووکادو کې تیامین ( thiamin)، ریبوفلاوین (riboflavin) او ویټامین A موجود دي خو ځینې ډولونه ېې ۲۵% غېرې مشبوع تېل یا غوړ هم لري. ونې ېې یا جګې وي او یا پراخه شوې وي د پاڼو اوږدوالی ېې له ۱۰ تر ۳۰ سانتي متره پورې ده او هګۍ ته ورته بیضوي شکل لري. شنه ګلان ېې د خوشې (inflorescences) شکل لري. ګلان ېې د نر القاح کونکي ۹ ارګانونه (stamens) لري چې په درې لړیو یا صفونو کې ترتیب شوي وي. د دې ونې په ګلانو کې ډېره په زړه پورې خبر داده چې ګلان ېې دوه ډولونه لري: A او B ډول .
 
دا ګلان (dichogamous) دي په دې معنی چې په دې ګلانو کې د نر او ښځې برخه جلا وده کوي. اې ډول ګلان ېې دوه ځلې غوړیږي په سهار کې دعملکرد یا فعالیت له مخې ښځینه وي، په غرمه کې بېرته بندیږي، په ماسیښین کې بېرته د فعالیت له مخې د نر په توګه غوړیږي. B ډول ېې د فعالیت یا عملکرد له مخې په ماسیښین کې ښځینه دي، په ماښام کې دا ګلان بېرته بندیږي او په سهار کې بېرته د فعالیت یا عملکرد له مخې د نر په توګه غوړیږي. کله چې د ګلانو دواړه ډولونه خپله کې یوځای وده وکړي نو د نر او ښځینه برخه ېې دوه رګه القاح ترسره کوي چې دمیوې تولید کې ېې ښه والی رامنځته کیږي.
 
د میوې کچه ېې خورا زېات توپیر لري: ځنې ډولونه ېې یوازې د چرګې د هګۍ په اندازه وي خو ځنې ډولونه ېې له ۱ تر ۲ کیلو پورې وزن لري؛ شکل ېې ګرد او د ناک په څېر اوږد دواړه شته دي؛ رنګ ېې له شین نیولې تر ارغواني پورې ده. د بوټپوهنې له مخې دا میوه د توت (berry) یو ډول ګڼل کیږي یو زړۍ لري. د میوې پوستکی ېې ځنې وخت د مڼې د پوستکي په اندازه ډبل وي او ځنې وخت په جوړښت کې لکه لرګی داسې وي.
 
مخکې له دې چې اروپایان (هسپانویان) په ۱۴ پېړۍ کې امریکا کشف کړي دا ونه د امریکا هندیانو کورنۍ کړې وه او تر ۱۹۰۰ پېړۍ پورې ېې د باغدارۍ پام خپل کړی وو. په ۲۰۱۱ کال کې د اووکادو تر ټولو زېات تولیدونکي مکیسکو، د دومینیکان جمهوریت، اندونیزیا او کولمبیا وو. ځنې نورو ملکونه او ایالتونه هم د سوداګرۍ لپاره کرلي لکه کلیفورنیا، هوای، جنوبي افریقا، فلوریډا او استرالیا.

 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons