کیله – Banana

د نسل نوم ېې موسی (Musa) ده. د کورنۍ نوم ېې موسی سیای (Musaceae) ده. په استوایي سیمو کې وده کوي او په همدې سیمو کې خورا زېاته خوړل کیږي. د ښه خوند، د غذایي ارزښت او دکال په اوږدو کې د شتون له امله ېې خلک خوښوي.
 
کیله ۲۲ % کاربوهایډریټ لري، خورا زېات غذایي ریښې (dietary fibre)، پوتاشیم، مګنیزیم، ویټامین B۶ او ویټامین C لري. د کاوندیش کیله تر ټولو زېاته تازه خوړل کیږي او کمه برخه ېې وچیږي او په نورو خوړو کې کاریږي. د مفینونو (muffins)، کېک او ډوډۍ د معطره کولو لپاره هم کاریږي. کاوندیش ډول ېې غېرې استوایي سیمو ته هم صادریږي.
 
د کیلې بوټی یوه غټه ګیاه ګڼل کیږي کوم چې د ځمکې لاندې ساقې (rhizome) څخه وده کوي. اوږوالی ېې له ۳ تر ۶ متره پورې رسیږي. لوېدونکې ساقه ېې له پاڼو جوړه شوې له کومې چې له ۱۰ تر ۲۰ پورې یو بل لور ته پاڼې لویږي. هره ونه ېې یوه غنچه یا د کیلو خوشه نیسي. که چېرې بوټی ېې مړ شي د ځمکې لاندې له ساقې ېې بله ونه وده کوي. د ځمکې د ساقې له لاندې که کمزوزې پاڼې یا وړې ونې شنې شي پرې کیږي او که چېرې دغه ساقه ځواکمنه وي په بل بوټي د بدلېدو لپاره ساتل کیږي.
 
د کیلې ونې په لوند استواي اقلیم کې په ژوره، له اوبو ښه تخلیه شوې نرمه خاوره کې وده کوي. په نیمه وچو سیمو کې لکه جامائیکا (Jamaica) په اوبو ورکولو ښه وده کوي. د څانګې د کرنې له لارې هم کرل کیږي او لمړی بوټی ېې تقریبا له ۱۰ تر ۱۵ میاشتو پورې پوره وده کوي.
 
د کیلې بوټی په جنوب شرقي اسیا کې په لمړي ځل کورنی شوی. په لاتیني، عربي او یوناني لیکنو کې ېې د خوراک په اړه یادونه شوې. مقدوني سکندر چې کله هند ته روان وو په لاره کې ېې کیلې لیدلې وې چې په یو خط کې ېې یادونه کړې. کله چې امریکا کشف شوه له کنرۍ ټاپو څخه د کیلو بوټی هسپانیولا ته وړل شوې او تر ۱۹ پېړۍ پورې د امریکا په مارکېټ کې د پلور لپاره راڅرګندې شوې.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons