باربادوس ګیلاس – Barbados cherry

په انګریزۍ کې ورته (West Indian Cherry, orAcerola,) نومونه هم اخلي. د نسلونو نوم ېې بنچیوسا (Bunchiosa) او مالپیګیا (Malpighia)، د کورنۍ نوم ېې مالپیګیا سای (Malpighiaceae) ده. د مالپیګیا ډول ېې د خوړو وړ میوه کوي کومه چې ډېره زېاته ویټامین C لري. د دې میوې له ویټامین C څخه سوداګریز ویټامین C هم جوړیږي. د دې ونو اصلي ځای ویسټ اندیز او تیکزاس ده. مالپیګیا ګلابرا ډول ته ېې باربادوس ګیلاس وایي. د ونې لوړوالی ېې تر ۳.۶ متره پورې رسیږي. دوه سانتي متره قطر لري، ګلان ېې په ټول اوړي کې شته وي، ګلابي رنګ لري. ګلان ېې د پاڼو له محور څخه د خوشې یا غنچې په شکل کې وده کوي. د ګلانو د غنچو تعداد ېې له ۳ تر ۵ پورې وي او د میوې کچه ېې د ګیلاس په اندازه وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons