Bel fruit – بېل میوه

بېل میوه علمي نوم ېې (Aegle marmelos)، او (bael) هم لیکل کیږي، په انګریزۍ کې ورته (Bengal quince) هم وایي. د کورنۍ نوم ېې روتا سیای (Rutaceae) ده. د ونې اصلي ځای هند او بنګله دیش ده خو د جنوب شرقي اسیا په لویه برخه کې طبیعي شوي. د دې ونې هغه میوه چې پرې شوې وي، لمر ته وچه شوې وي د وینې د پیچش (dysentery) او نورو د هاضمې ناروغیو لپاره د درمل په توګه خوړل کیږي. د ونې لرګی ېې زېړ رنګه سپین ده، لرګی ېې سخت ده خو ډېر دوام نکوي. ونه ېې سپین ګلان کوي، ګلان ېې د غنچې شکل لري، ښه بوي لري او ډېر وخت د عطرو په تولید کې کاریږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons