Breadfruit – برېډ میوه

د دوه ونو میوه ده چې دواړه ډېر نږدې تړاو سره لري. د کورنۍ نوم ېې مورا سیای (Moraceae) ده. په دې ونو کې یو ډول چې ارتو کارپوس کومونیس (Artocarpus communis) ورته وایي او د ارتو کارپوس انسیسا (Artocarpus incisa)، ارتوکارپوس التیلیس (Artocarpus altilis) په نومونو هم پېژندل کیږي د جنوبي ارام سمندر سیمه کې عمده خواړه دي. ونه ېې له ۱۲ تر ۱۸ متره پورې لوړیږي او هګۍ ته ورته بیضوي ځلېدونکې ښویې پاڼې لري. نر او ښځینه ګلان ېې په جلا ګروپونو کې وده کوي. نر ګلان (staminate) ېې په لاندې زوړند شکل (catkins) کې راڅرګندیږي؛ ښځینه ګلان (pistillate) ېې د ګروپ په شکل کې وي.
 
ونې ېې خورا زېاتې د مالیا آرکیپیلگو کې کرل کیږي کوم چې د دې ونو اصلي ځای ده. د تاریخ نه مخکې وخت کې له دې سیمې د ارام سمندر په ټول جنوب کې خپله خپرې شوي. نوې نړۍ ته ویلیم بلیغ (Captain William Bligh) د خپل د کشف د سفر پر مهال ورپېژندلي. جېمز کوک (Captain James Cook) چې کله دا میوه وپېژندله نو فکر ېې وکړ چې ممکن د ویسټ انډیز د غلامانو لپاره ښه خواړه وي او په همدې وجه بلیغ له ځان سره جمایکا ته انتقال کړه خو کرنه ممکنه نشوه ځکه چې هلته غلامانو د دې میوې پر ځای کیله غوښتله په همدې وجه ېې نوم هم برېډ میوه ایښودل شوی. برېډ میوه د باغدارۍ د ساینس له مخې ډوډۍ یا خواړه ندي بلکې میوه ده کومه چې زېاته نشایسته لري او ډېر کم وخت خامه یا تازه خوړل کیږي مګر زېات وخت وچیږي، سره کیږي یا پخیږي ډېر خلک ېې له وچې شوې میوې اوړه هم جوړوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons