Cherry – ګیلاس

مختلف ډوله ونې چې د پرونس (Prunus) نسل سره تړاو لري. د ګیلاس سوداګریز ډولونو: تروش ګیلاس (Prunus cerasus) کوم چې وچیږي او یا قطیو کې اچول کیږي؛ قورمه ترې جوړیږي او په شریني کې استعمالیږي. شیرین ګیلاس (Prunus avium) تازه خوړل کیږي او یا شربت ترې جوړیږي. ځنې ډولونه ېې یوازې د ښکلا لپاره کرل کیږي ځکه په پسرلي کې ډېر ښکلي ګلان کوي. د ځنې ګیلاس له ډولونو فرنیچر جوړیږي.
 
د ډېرو ډولونو اصلي ځای ېې شمالي نیمه کره ده چېرته چې ډېر پراخ باغونه لري. ۱۰ تر ۱۲ ډولونو ېې یوازې په شمالي امریکا او ۱۰ تر ۱۲ نور ډولونه ېې په اروپا کې پېژندل شوي. تر ټولو زېات ډولونه ېې په شرقي اسیا کې دي. لرغون پوهان باور لري چې د ګیلاس د بوټي اصلي ځای غربي اسیا او شرقي اروپا ده او د دې سیمې له ګیلاس څخه نور د ګیلاس ونې کرل شوي. د ګیلاس یوازې درې ډوله د میوې لپاره کرل کیږي چې خواږه، تروش او دوک ګیلاس (dukes) دي. د خوږو ګیلاسو ونې پراخې او لوړې وي چې لوړوالی ېې تر ۱۱ متره پورې رسیږي؛ د میوې قطر ېې تر ۲ سانتي متره پورې وي؛ د میوې رنګ ېې توپیر لري زېړ، سور او تور ته ورته رنګونه لري. تر تروشو ګیلاسو اسید پکې کم دي. د تروشو ګیلاسو ونه ېې وړه او په قد کې لنډه وي، ډېر کم وخت تر ۵ متره پورې رسیږي. د میوې رنګ ېې سور او تور وي او خورا زېات اسید لري چې تازه خوړل ېې ممکن ندي. دوک ګیلاس بیا د دواړو تر منځ دي نه تروش دي نه خواږه دي. د ټولو ونو ګیلاس ویټامین A او کمه اندازه منرالونه لکه کلسیم او فاسفورس لري.
 
ګیلاس د نړۍ په ټولو هغو سیمو کې وده کولای شي چېرته چې ژمۍ خورا زېات سوړ نه وي او اوړی ېې نرم یا کمه ګرمي لري. د ګیلاس ونه د ژمي سړو ته اړتیا لري تر څو په پسرلي کې ګلان وغوړوي. له مڼې او مندتې مخکې د پسرلي په پېل کې ګلان غوړوي. په اسیا کې په ځانګړي ډول جاپان کې ګیلاس یوازې د ګلانو د ښکلا لپاره کرل شوي او دغه کرل شوې ونې کومه میوه نکوي. په کال ۱۹۱۲ کې د ټوکیو ولسوال د جاپان د ګیلاسو ونې واشنګټن ته له ځان سره انتقال کړې.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons