سونامي څه ده او څه د سونامي لامل کیږي؟

په لنډ تېر وخت کې سونامي د لویې وېجاړۍ او مرګ لامل شوی. چې لویې بېلګې یې په شمالي سوماترا، تایلنډ، د جاپان ځینې برخې او هونشو ټاپو او چیل کې دي. پوښتنه دا ده چې سونامي څه ده او څرنګه رامنځته کیږي؟ سونامي د سمندر څپه ده چې د سمندر لاندې زلزلې (submarine earthquake) له امله، د سمندر لاندې د ځمکې د ښوېدو (landslide) له امله او یا په سمندر کې د اورشیندنې (volcano) له امله خپریږي. بل لامل یې په سمندر کې د اسماني ډبرو (meteor or comet) غورزېدل دي. سونامي (Tsunamis) جاپانی لفظ ده او مانا یې د سمندر غاړې یا ساحل څپې ده.
 
کله چې سونامي رامنځته شي د رامنځته کېدو د ټکي له مرکز څخه داسې څپې خپریږي چې په یو ساعت کې ۸۰۰ کیلو متره (۵۰۰ مایله) مزل کوي او د څپې اوږدوالی تقریبا له ۱۰۰ تر ۲۰۰ کیلو متره پورې وي. خو په لویو خلاصو سمندرونو کې بیا د څپې ارتفاع یا لوړوالی کم وي چې له ۳۰ تر ۶۰ سانتي متره پورې یې لوړوالی رسیږي. د څپو اوږدوالی یې له ۵ دقیقو تر یو ساعت پورې وي ممکن همدا یوه څپه خپره شي او یا یوه له بلې سره او بله هم له بلې سره یو ځای شي. که چېرې کشتۍ له ساحلي اوبو څخه لرې په خلاص سمندر کې وي کم وخت د سونامي څپې درک کولای شي.
 
کله چې د سونامي څپې سمندر غاړې ته نږدې شي له اصطکاک (friction) سره مخ کیږي. اصطکاک کله چې یو جسم یا سطحه په بلې خوځښت یا حرکت کوي او له مقاومت سره مخ کیږي همدا مقاومت د اصطکاک په نامه یادیږي لکه یو کس چې غره ته خیژي او د ناهوارې ځمکې له مقاومت سره مخ کیږي او یا د سمندر څپه په ساحل راخیژي. په دې وخت کې د سمندر د څپې سرعت له ساحل سره د مخ کېدو له امله کمیږي، د څپې اوږدوالی کمیږي مګر لوړوالی یا ارتفاع یې زیاتیږي. کله چې سونامي سمندر غاړې ته ورسیږي له وروسته خوا یوازې د اوبو په لوړه سطحه محدود وي او له همدې امله امکان لري چې تر ۳۰ متره (۱۰۰ فټه) پورې د اوبو سطحه په سمندر غاړه کې لوړه شي او دا ډول څپه کولای شي په ۱۰ یا ۱۵ دقیقو کې هغه سیمې لاندې کړي چې له سمندر څخه ډېرې لوړې نه وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons