تمساح دوه ډولونه لري څرنګه یې توپیر په ګوته کولای شو؟

په انګرېزۍ ژبه کې یې یو ډول ته (Alligator) او بل ډول ته یې (Crocodile) نوم اخلي. دواړه یو بل ته ورته دي خو دواړه له دوه جلا کورنیو سره تړاو لري. د دواړو ورته والی اوږده پوزونه یا اوربوزونه، ځواکمنې ډبلې لکۍ، لنډې پښې او ازغنه ملا ده. توپیرونه یې څه دي:؟ د اوربوز یا پوز (snout) شکل ده: په (alligator) کې د U شکل لري او پراخ ده او د (crocodile) اوربوز د V شکل لري او اوربوز یې نری وي؛ بل توپیر یې غاښونه دي: په (alligator) کې چې کله خوله بنده کړي د لاندې ژامې غاښونه بهر نه ښکاري خو په (Crocodile) کې چې کله خوله بنده کړي ځینې غاښونه یې ښکاري؛ بل توپیر یې رنګ ده: د (alligator) رنګ خړ یا تور وي او (Crocodile) سور قهوې ته ورته یا زیتون ته ورته رنګ لري. د دې ترڅنګ (Crocodile) په مالګینو اوبو کې ژوند کوي خو (alligator) په تازه اوبو کې ژوند کوي. همداسې (Crocodile) ډېر حمله کوونکی چلند لري خو (alligator) کم حمله کوونکی چلند لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons