ولې مو تودوخه د عضلاتو درد اراموي؟

کله چې بدن باندې سپورت کوی نو عضلات په خپل ځان باندې وزن او ځواک اعمال کوي یا کاروي او پاېله یې په عضلاتو کې درد پاتې کېدل وي چې ډېر خلک یې د شاخک یا شخک په نامه پېژني له دې پرته نور ډول دردونه هم پکې پیدا کیږي. ټول ډاکټران، د سپورت استادان او په کور کې مورګانې د عضلاتو د درد لپاره د تودوخې لارښونه کوي – لکه په ګرمو اوبو حمام کول، په ګرمې ټوټې ټکور، ګرمه خښته او یا نور داسې توکي چې د تېرموتېراپي (thermotherapy) تخنیک په توګه یې کاروي. پوښتنه دا ده چې رښتیا عضلاتو ته د تودوخې ورکول د عضلاتو درد کموي او یا یې اراموي؟ کله چې بدن سپورت کوي نو بدن تر هغې انرژۍ زېاتې ته اړتیا لري کومه چې د اکسیجن داخل ته د اخیستو له لارې یا د اکسیجن په شتون کې (aerobic respiration) تولیدیږي. د ځواکمن خوځښت لپاره د کافي انرژۍ د تولید لپاره بدن یو بله پروسه پېل کوي چې د (anaerobic respiration) په نامه یادیږي او مانا یې د اکسیجن نشتوالی ده. دا پروسه بوره بې د اکسیجن له شتون څخه سوزوي او د عضلاتو په داخل کې لکتیک اسید (lactic acid) تولیدوي. دواړه سپورت او د عضلاتو داخل کې د لکتیک اسید تولید د درد لامل کیږي. کله چې بدن ته تودوخه ورکړل شي نو داخل کې وریدونه یا رګونه ازاد شي او د وینې چټک انتقال پېل کوي چې د وینې په جریان کې له ځان سره لکتیک اسید له ستړو شو عضلاتو بهر باسي همداسې که نور زهري توکي وي هغه هم د درد له سیمې بهر کوي. همداسې عضلات نرموي او کش کېدونکی خاصیت پکې پیدا کوي او په ورته وخت کې عصبي سیستم دې ته هڅوي چې د درد د سګنال مخه ډب کړي.
 
دا هم په یاد کې ولرئ چې د ټولو عضلاتي دردونو لپاره بدن ته تودوخه نه ورکول کیږي بلکې ځینې وخت یخ پرې کېښودل کیږي چې د تودوخې برعکس پاېله لري: وریدونه یا رګونه تنګوي، د ځای د پړسوب مخه نیسي او د بدن درد لرونکې برخه بې حسه کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons