د سرعت او تېزوالي توپیر څه ده؟

کله چې د توکو خوځښت یا حرکت په وخت، واټن او لوري کې تشریح یا روښانه کیږي نو فزیک پوهان د سرعت او تېزوالي بنسټیز مقدارونه کاروي. په انګرېزۍ کې تېزوالي ته (speed) او سرعت ته (velocity) وایي. دوه اصطلاحګانې دي او دواړه جلا مانا ګانې لري خو ډېر وخت دواړه د یو بل پر ځای کاریږي د دې لامل څه ده ؟ په ساده توګه لامل یې داده چې تېزوالی د وخت نرخ ده په کوم کې چې یو جسم د یو لارې په اوږدو کې حرکت کوي خو سرعت د همدې حرکت کوونکي جسم د حرکت او لوري نرخ ده. په بله طریقه داسې ویلای شو چې تېزوالی یو عددي ارزښت (scalar value) ده مګر سرعت یو ویکتور یا لوری (vector) ده. که اوس هم نه یی پوه شوي نو بېلګې ته پام وکړئ: یو موټر په ساعت کې ۵۰ کیلو متره واټن وهي همدا خبر د موټر تېزوالی په وخت کې روښانه کوي خو که داسې ووایو چې د موټر سرعت په ساعت کې ۵۰ کیلو متره ده نو دا خبر یې په یو ځانګړي لوري کې واټن وهل یا د جسم د حرکت نرخ تشرېح کوي.
 
په ریاضي کې د تېزوالي د اندازه کولو لپاره واټن یا فاصله په وخت وېشل کیږي مګر د سرعت محاسبه کول یو لوی ستونزمن کار ده او محاسبه یې په مختلفو طریقو کیږي. د سرعت محاسبه د جسم د حرکت په اړه د لاسته راوړل شوو مالوماتو سره تړاو لري. منځنی یا اوسط سرعت د محاسبې لپاره د موقیعت تغیر (Δr) د وخت پر تغیر (Δt) وېشل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons