د رومیانو جوس په رښتیا د سکنک بوي خنثی کولای شي؟

په شمالي امریکا کې سکنک ژوي خورا زېات دي. هر چېرې که تاسې د ځنګلونو او د ونو لرونکو سیمو ته ولاړ شی هرو مرو له سکنک سره مخ کیږی. سکنک مقعدي د بوي مرغړي (anal glands) لري کوم چې ډېر بد بوي پرېدي او انسان ګنګس کوي. ډېر نور غوښه خوړونکي ژوي هم مقعدي مرغړي لري خو سکنک د دې مرغړیو د تولید په کنټرول او کارونه کې ډېر ماهر دي. د سکنک د سپرې په بوي کې یو ډول سلفري کیمیاوي توکي چې د تیول (thiols) په نامه یادیږي موجود وي او دا توکي په پیازو کې هم موجود وي چې له سترګو څخه د اوښکو بهېدو لامل ګرځي. که چېرې له دې مادې سره د رومیانو جوس یو ځای شي نو د رومیانو کاروټینوایډ (carotenoids) او لیکوپېن (lycopene) دومره کافي ندي چې د دې مادې بوي خنثی کړي مګر بیا هم له ځینو نورو مایعاتو څخه اغیزمن دي. بلاخره د رومیانو جوس کولای شي کور ته د داخل شوي سکنک بوي په موقته توګه ورک کړي خو له کم وخت تېرېدو وروسته ممکن بېرته پیدا شي.
 
که چېرې د تیول بوي خنثی کول غواړی نو تیول په کیمیاوي توګه خنثی کېدای شي نه د رومیانو په بوي او هغه داسې چې دوه لیتره مایع چې ۳% اکسجن پېروکسایډ (hydrogen peroxide) ولري له یوې پیالې د خمېره کولو له سوډا سره مخلوط کړی له دې څخه د اکیسداسیون (oxidizing) ترکیب جوړیږي. که چېرې تاسې همدا ترکیب په بد بویه جامو وکاروی بوي یې خنثی کولای شي.
Striped Skunk
Striped Skunk By http://www.birdphotos.com

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons