له خوړو وروسته لامبو وهل زېان لري؟

د خلکو تر منځ عام پوهاوی داسې شوی چې له خوړو وروسته باید له ۳۰ دقیقو تر دوه ساعتو پورې لامبو ونه وهل شي. خلک ګمان کوي چې که چېرې له خوړو وروسته لامبو ووهي د معدې دروازه (pylorus) ممکن د نیول شوې عضلې په څېر ونیول شي او لامبو وهونکی له لامبو وهلو وغورزوي او یا یې اوبو کې ډوب کړي خو ساینس دا خبر نه مني.
 
که چېرې تاسې لږ خواړه هم وخوری نو تر څلور ساعتو پورې په معده کې پاتې کیږي. په دې وخت د هاضمې لپاره دواړه اکسیجن او انرژۍ ته اړتیا پیدا کیږي تر څو خواړه هضم شي. کله چې خواړه د هاضمې لپاره اکسیجن او انرژۍ ته اړتیا پیدا کړي نو دواړه له عضلاتو څخه د لکتیک اسیدو وېستلو او احتراق لپاره کمی پیدا کوياو کله هم چې داسې وشي د بدن عضلې نیول کیږي. ډېر خلک له خوړو وروسته د لامبو وهلو پر وخت ډوب شوي دلته باید په دې پوه شو چې ولې؟ کله چې تاسې خواړه وخوری ستاسې د هاضمې سیستم بوخت وي تر څو خواړه وینې ته ورکولو لپاره چمتو کړي خو تاسې دومره ژر په لامبو وهلو پېل وکړی چې د هاضمې سیستم مو ډېر ژر له خپلې چارې نور فعالیت ته مخه کړي او دا بدلون د هاضمې د غړو لپاره ډېر چټک ده نو سم د لاسه د هاضمې سیستم ودریږي او د ټول بدن عضلات مو نیول کیږي یا هم فلج کیږي چې له لامبو وهلو مو غورزوي او د ډوبېدو لامل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons