د ایموجي او ایموټیکن تر منځ توپیر څه ده؟

انټرنیټ زمونږ خبرې اترې ډېرې اسانه کړي. مخکې به مو د بدن ژبه زده کوله، د لهجې یا غږ لوړوالي او کموالي باندې مو تمرین کوه تر څو د خپل بدن په خوځښت او د اواز په څرنګوالي بل ته په موثره یا اغیزمنه توګه خپل پیغام ورسوو. همداسې مونږ په ایمیل او متن کې یا ټیکسټ کې بدیلې لارې چارې پیدا کړي تر څو بل ته پرې خپل پیغام وژباړو او د دې لپاره مونږ انځوریز حروف (hieroglyph) یا ژبه کاروو.
ایموټیکن د ټکي اېښودنې نښانونه، توري او عددونه دي کوم چې مونږ د یو انځوریز شکل (pictorial) لیکلو لپاره کاروو او د احساس ښوونکي دي. په لمړي ځل په کال ۱۹۸۲ کې ډاکټر سکاټ فهلمن (Dr. Scott E. Fahlman) لیکلي.
 
ایموجي جاپانۍ کلیمه ده (e) د انځور او (moji) کرکټر ته وایي. ایموجي د شکل، توکو او سمبولونو انځوریز خط یا انځوریز نښانونه (pictograph) دي. ایموجي په کال ۱۹۹۰ کې شیګیتاکا کوریتا (Shigetaka Kurita) اختراع کړي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons