ولې شارک په انسان برید کوي؟

ډېر وخت په رسنیو کې دا وېل کیږي چې د شارک برید مخ په زېاتېدو ده او هر ځای کې په انسان برید کوي. په انسان باندې د شارک کب برید ډېر کم او برید یې هم ډېر کم وخت وژونکی ده. ولې شارک په انسان برید کوي؟ د ولې ځواب کولو لپاره کاروپوهانو د شارک چلند مطالعه کړی او هر یو جلا نظرونه ورکړي.
 
لمړی نظر
ځکه برید کوي چې د اوبو په داخل کې انسان د خوړو په څېر ښکاري او د شارک برید هم ډېر وخت په انسان یوه خوله لګول وي خو چې کله یې وپېژني چې انسان ده تېښته کوي. انسان په اوبو کې له لاندې خوا داسې ښکاري لکه د سمندري خوګ (sea seals) او شارک ډېر ځواکمن لید لري او د خپلو خوړو په لټه کې هېڅکله سمندري خوګ بې بریده نه پرېدي. کله چې شارک انسان ته په خړو اوبو کې وګوري او د انسان پر له پسې خوځښت او د انسان د پوستکي رنګ ته پام وکړم نو شارک په اندېښنه کې کولای شي. شارک د اوبو لاندې برخې ته په وړو کبانو پسې کوزیږي چېرې چې اوبو کې وړې ټوټې ډېرې دي او اوبه خړې یا تورې ساتي که په دې سیمه کې انسان ورسره مخ شي نو امکان لري د خپلو خوړو ګمان پرې وکړي او یوه یا دوه خولې پرې ولګوي مګر له خولې لګولو وروسته تېښته کوي.
 
دوېم نظر
شارک کبان ډېر ځواکمن دي او د سمندر په اکو سیسټم کې په نورو برلاسي دي له هېڅ وېره نلري او له همدې امله هر ځای کې هر څه باندې یو ځل ازموینه کوي تر څو خپل بهترین خواړه پیدا کړي او کله چې انسان سره مخ شي له یوې خولې لګولو وروسته بېرته ترې لرې کیږي او د ناسمو یا نامناسبه خوړو ګمان پرې کوي. شارک د برید پر وخت هېڅکله تېروتنه نکوي او چلند یې داسې ده چې کله هم برید کوي له برید څخه وړاندې د برید موخه ټاکي او په څه چې برید کوي تر برید کولو مخکې یې په نښه کړی وي.
 
درېم نظر
ځینې کارپوهان ګمان کوي چې شارک خپله سیمه کې بل ژوی نه پرېدي. کله چې شارک خپل خواړه پیدا کړي نور هر هغه ژوي باندې برید کوي چې مخې ته یې راځي تر څو د شارک خواړه ونخوري او ممکن له همدې امله په انسان هم برید کوي تر څو یې له خپلې سیمې لرې کړي.
 
سپین غټ شرک کبان تر ټولو خطرناک دي او ډېر وخت په انسان مرګونی برید کوي. سپین شارک چې کله انسان په اوبو کې وویني لمړی په دې ځان پوه کوي چې د اوبو څخه بهرنی ژوی اوبو ته داخل شوی کله چې ځان ډاډه کړي له هغې وروسته پرې داسې برید کوي چې برید یې د خوړو په لټه کې پر سمندري خوګ برید سره توپیر لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons