د سمندر اوبه ولې مالګینې دي؟

د سمندر اوبو تقریبا ۷۰ % نړۍ پوښلې او په نړۍ کې د ۹۷ % اوبو برخه جوړوي او همداسې د سمندر اوبو کې په هر ۱۰۰۰ % کې ۳۵ % مالګه ده. په دې مانا چې هر یو مکعب مایل کې ۱۲۰ میلیونه ټنه مالګه موجوده ده. ټول سمندر تقریبا ۳۳۲۵۱۹۰۰۰ مایل مکعبه (۱۳۸۶۰۰۰۰۰۰ کیلو متر مکعبه) ده. ممکن ستاسې ذهن کې دا پوښتنه راولاړه شي چې دا دومره مالګه له کومه کیږي؟
 
دا ټوله مالګه له ځمکې را پیدا کیږي. کله چې باران وریږي د باران څاڅکي په اتموسفیر کې کاربن ډای اکسایډ سره مخلوط کیږي او له همدې امله کم اندازه تېزابي کیږي، بیا پر ځمکه او ډبرو بهیږي چې له ځان سره حل شوي منرالونه او کمه اندازه مالګه وړي. تر دې وخته پورې اوبه په بنسټیزه توګه تازه وي، کمه اندازه مالګه لري خو تروشې نه وي، د څکلو وړ وي. کله چې سمندر ته ورسیږي د بیولوجیکي پروسو له امله په اوبو کې ځینې حل شوي منرالونه لکه کلسیم له اوبو وېستل کیږي خو مالګه پکې پاتې کیږي. د سمندر تل کې د تودوخې له امله او یا هم د اورشیندنې له امله نوره مالګه هم ورسره یو ځای کیږي.
 
په لمړي ځل دا نظریه چې په سمندر کې سیندونو مالګه انبار کړې د انګلستان ستور پوه اېډمونډ هالي (Edmond Halley) په کال ۱۷۱۵ کې لیکلې. کله چې هالي د سمندر د مالګې د انبارونو په اړه زېاته مطالعه وکړه نو دا وړاندیز یې وکړ چې په سمندر کې د پرتې مالګې انبار د ساعت په توګه کارېدلای شي. هغه داسې استدلال کوي چې که چېرې د سمندري مالګې ټول حجم د مالګې د انبار کېدو پر نرخ ووېشل شي نو په دې پوهېدلای شو چې څومره وخت کې سمندري اوبه مالګینې شوي. د هالي په وخت کې د کچه کولو ابزار دومره پر مختللي نه وو چې د هغه نظر یې کچه کړای وای خو په کال ۱۸۹۹ کې د ایرلنډ فزیک پوه جان جولي (John Joly) تقریبا ۹۰ میلیونه کاله ارزونه کړې. وروسته ډېرو عصري تخنیکونو دا عمر تقریبا ۴ بیلیونه کاله یاد کړی. د هالي په نظریه کې ځینې نیمګړتیاوې شته لکه ځینې مالګې په سمندر کې انبار کیږي نه بلکې د سمندر تل کې د منرالونو شکل اخلي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons