صحرا

لمړی د صحرا تعریف: صحرا هغې سیمې ته وایي چېرې چې په کال کې ۱۰ انچه (۲۵۰ ملي متره) ورښت (precipitation) کیږي. اوس ممکن پوښتنه دا وي چې ولې په صحرا کې باران ډېر کم کیږي؟ په جغرافیه کې زېاتې صحرا ګانې د لویو وچو په غرب کې دي.
 
د سهارا صحرا، دعربو صحرا، ګوبي صحرا د داخلي اوراسیا له ساحلونو ډېرې لرې پرتې دي او د نیمه ګرمو سیمو د لوړ فشار د حجرې ختیځ لور ته پرتې دي. د لوړ فشار د بادونو حجرې د سمندرونو له پاسه په شمالي نیمه کره کې د ساعت په لور او جنوبي نیمه کره کې د ساعت برعکس لور ته تاویږي او دا چلند یې د لویو وچو په نږدې سیمو اغیز کوي.
 
د استوا خط سره چې کوم لوند باد پورته کیږي په هوا کې په ورېز بدلیږي او کله چې د بادونو جریان د قطب لور ته حرکت وکړي دا ورېز وریږي او کله چې د بادونو جریان بېرته د استوا خط په لور راګرځي خپل ډېر لوندوالی له لاسه ورکوي. څومره چې دا باد لاندې راکوزیږي همدومره یې وچوالی زېاتیږي او تودوخه یې لوړیږي او په داسې حالت کې ډېر کم وخت ورېز او باران کیږي او له همدې امله صحرا ګانې ډېرې وچې وي.
 
تاسې کله د صحرا نوم واوری ممکن د وچې شګې انځور مو ذهن ته راشي خو صحرا په یخه سیمه کې شته لکه د اسیا صحراګانې، لکه د اتاکاما صحرا چې په چیل کې ده، لکه د ترکمنستان د کراکوم صحرا کومه چې په سړو میاشتو کې له صفر څخه کمه تودوخه لري. له دې پرته یوه بله ډېره لویه صحرا ده چې شګه یې له اوبو څخه جوړه شوې. دا صحرا د انترکتیکا په سمندر غاړو کې پراخه شوې چې هر کال ۷.۹ انچه باران پرې کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons