ولې د مالیکولونو ګروپ ته مول وایي؟

په کیمیا کې تاسې تر هر څه مخکې اتوم او مالیکول لولی کوم چې ډېر واړه دي او حتی یو څو ګرامه توکي هم ډېر زېات اتومونه او مالیکول لري د همدې لپاره کیمیا پوهان د مول کلیمه کاروي. د اوبو د مالیکولو په یو مول (mole) کې (6.022140758 x 1023) مالیکولونه موجود وي. دې اوږدې شمېرې ته د اووګادرو شمیره ( Avogadro’s number) وایي چې د ایټالیا یو ساینس پوه ( Amadeo Avogadro) یې په ۱۹ پېړۍ کې
محاسبه کړې. د یو څه د حجم یو مول چې په ګرام اندازه شوی وي د همدې مادې د اتومي واحدونو حجم ده. د اتومي حجم یو واحد (atomic mass unit) چې لنډیز یې (amu) ده تقریبا د پروتون (proton) او نیوترون (neutron) له حجم سره مساوي ده.
دا نوم له کومه اخیستل شوی؟ په کال ۱۸۶۵ کې یو جرمنی ساینس پوه (August Wilhelm von Hofmann) په خپل کتاب (Introduction to Modern Chemistry) کې لیکي چې د انګرېزۍ کلیمې د (mass) لپاره لاتیني لفظ (moles) ده او د (little mass) لپاره لاتیني کلیمه (molecula) ده. همداسې وان هوفمان مول د یو واحد په توګه نده کارولی بلکې د یوې کټګورۍ په توګه یې کارولی.
په ۱۹۰۰ کال کې یو بل جرمن ساینس (Wilhelm Ostwald) پوه په (Basics of Inorganic Chemistry) کتاب کې پورتنی تعریف لیکلی او ویلي یې دي چې کله د یوې مادې اتومي یا مالیکولي وزن په ګرام کې لیکل کیږي نو دا حجم د همدې مادې د مول په نامه یادیږي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons