شنه سوله – Greenpeace

نړیواله اداره ده. د هغو حیواناتو ساتنه کوي د کومو چې نسل له ورکېدو سره مخ وي، د چاپیریال د سرغړونو مخنيوی کوي، د چاپېریال د ککړتیا په اړه د شرکتونو او دولتي ادارو پوهاوی لوړوي. شنه سوله په کال ۱۹۷۱ کې د بریتانیا په کولمبیا کې تاسیس شوه تر څو په امچیتکا ټاپو (Amchitka Island) او الاساکا (Alaska) کې د امریکا د اټومي ازمایښتونو سره مخالفت وکړي. له وخت سره دې ادارې د ډېرو خلکو پام خپل کړ او په ایکوژیکه توګه همفکره خلکو یادې ادارې ته کمپاین پېل کړ. له دې پرته د دې ادارې موخه د نهنګ او اوبلن خوګ چې نسل ېې د ورکېدو له خطر سره مخ ده د ښکار کولو مخنیوی ده، د رادیو اکتیف توکو او زهري کیمیاوي توکو انبارونه په سمندر کې غورزولو مخنیوی، د اټومي ازمایښتونو سره مخالفت ده. دې ادارې هغه څه خلکو ته په ډاګه کړل د کوم په ذریعه چې چاپېریال ته زېان اوړي او د خلکو نظرونه ېې د داسې ډول فعالیتونو پر ضد خپل کړل. همداسې د ملي او نړیوالو نظارت کوونکي مساعد طرز العملونو ته هڅوي تر څو د چاپېریال ساتنه وکړي. شنه سوله یو وړوکی کاري ګروپ لري مګر ډېره تکیه د خلکو په مالي مرستو او داو طلبانه کار کوونکو کوي.

د جولای په ۱۰ نېټه، کال ۱۹۸۵ کې فرانسې د اتوموسفير اټومي ازموینې کولې: د دې ادارې یوه بېړۍ چې د رېنبو ورییر (Rainbow Warrior) په نامه وه د اعتراض لپاره د فرانسې په لور روانه شوه. کله چې اوکلنډ بندر (Auckland Harbour) ته ورسېده په دوه بمونه والوزول شوه او بلاخره داسې ګنګوسې شوې چې د فرانسې استخباراتو دا بمونه ځای پر ځای کړي وو چې په پاېله کې ېې د فرانسې د استخباراتو مشر او د دفاع وزیر استعفا ته اړ کړای شول.

 د رېنبو ورییر کیشتۍ د ډوبېدو په حال کې 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons