د ګیدړ ښکار – Foxhunting

په اس باندې سپاره کسان چې هونډ (hound)یا تازي سپیان هم ورسره وي او ګیدړې ښکار کوي. په انګلستان کې دا سپورت له ۱۵ پېړۍ پېل شوی. تر دې مخکې په همدې طریقه د سویانو ښکار کېده. له دې ښکار پرته د هر بل ښکار لپاره هونډ (hound) یا تازي سپیان روزل کیږي.
خود ګیدړې عصري ښکار په ۱۹ پېړۍ کې هغه وخت پېل شو چې د انګلستان د عصري ښکار پلار هوګو مینېل (Hugo Meynell) ښکار کول پېل کړل. او ښکار ېې د لوړ کلاس خلکو تفریح یا سرګرمي وګرځوله. په دې ښکار کې له ۲۰ تر ۳۰ سپیانو پورې ګیدړې تعقیبوي او د یو روزل شوي کس لخوا دغه سپیانکنټرل کیږي. له اولې نړیوالې جګړې مخکې دا سپورت خپل اوج ته ورسېد او ډېرو خلکو د دې سپورت لپاره د تازي یا هونډ سپیانو (hound) او د اسونو (horse) نسل اخیستنه پېل کړه. خو لومرۍ نړیوالې جګړې وروسته چې کله ازغي لرونکي سیمونه له ځمکو تاو شول او د لویو ځمکو لرونکو خلکو خپلې ځمکې وپلورلې او د هرې ټوټې جلا مالک پېدا شو د ګیدړې ښکار هم په کمېدو شو. په ۲۱ پېړۍ کې هڅې وشوې چې دا سپورت جرم وګڼل شي او په کال ۲۰۰۲ کې سکاټلنډ دا سپورت بند کړ. د ګیدړې ښکار په ډېرو ملکونو کې کیږي خو هر ملک کې دغه لوبه توپیر لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons