په باز ښکار – Falconry

په انګریزي کې ورته (hawking) هم وایي. په باز باندې د ښکار کولو سپورت ده. له باز پرته فالکون(falcon) بوزارډ (buzzards او هوک (hawk) هم د باز په توګه د ښکار لپاره کاریږي.
په باز باندې ښکار کول یو قدیمي سپورت ده چې له پرېلټرېټ دورې (preliterate times) څخه ېې خلک کوي. په بازباندې د ښکار انځورګري چې د هېټایټس (Hittites) – پخواني اروپايي هندیان – کړې وه زړښت ېې د زېږېدیز کال څخه ۱۳ پېړۍ وړاندې ده. له دې پرته داسې سمڅې موندل شوي چې د ماقبل تاریخ دي او په بازانو د ښکار انځور ګري په دیوالونو شوې.
اروپایان او انګریزان په باز باندې ښکار سره په منځني ختیځ کې اشنا شوي او د بېرته راتګ پر وخت ېې ځان سره بازان د ښکار لپاره اروپا ته راوړي. په اروپا کې دا سپورت د لوړ کلاس یا امتیاز لرونکو خلکو لکه شهزادګانو، روحانیونو او پاچایانو په ۱۷ پېړۍ کې پېل کړ. په انګلستان کې په لومړي ځل د بازانو د ښکار ټولنه په کال ۱۷۷۰ کې تاسیس شوه خو په کال ۱۸۳۸ کې د دې ادارې مدیر مړ شو او اداره بنده شوه. په کال ۱۸۳۹ انګلستان (the Loo Hawking Club, an Anglo-Dutch society) له نیدر لندیانو سره جوړه کړه خو کله چې نیدرلندی پاچا دوېم ویلیم (King William II) په کال ۱۸۵۳ له انګلستان ولاړ او له شهزادګۍ پاچایي ته ورسېد خپل هر څه ېې له انګلستان څخه یوړل نو دې ټولنې هم سقوط وکړ. د دې ټولنه بازان یوازې د اریستوکراتانو او ځنې نور د لوړ کلاس خلکو سره پاتې شول. په کال ۱۹۲۷کې د انګلستان سویان د (myxomatosis) مرض ووهل او تعداد ېې ډېر کم شو له بلې خوا انګلستان کې د ښکار مرغه هر چا نشو لرلای او درلودونکي ېې باید اسناد او اجازه درلودای. او په همدې وخت کې د ښکار د مرغانو څو کلبونه هم جوړ شول.
په نورو اروپایي ملکونو کې هم د ښکاري مرغانو کلبونه جوړ شول په فرانسې کې د (Club de Champagne) په کال ۱۸۷۰ کې له منځه ولاړ خو وروسته بلې ادارې (Association Nationale des Fauconniers et Autoursiers Français) دغه ترتیب په غاړه واخیست . په جرمني کې د (Deutscher Falkenorden) په کال ۱۹۲۳ کې تاسیس شول. په امریکا کې د (North American Falconers Association) په نامه یادیږي. په ۱۹۷۰ کې خلکو په تلویزیون او مجلو کې د بازانو په اړه زړې کیسې خپرې کړې او دغه کلبونو نور مینوال هم پېدا کړل. 
په باز یا مرغه باندې ښکار کول ټوله نړۍ کې کیږي. دا سپورت ډېر کم خلک کوي. انګلستان،مرکزي اسیا، متحده ایالتونو، د پارس ګلف ځنې ملکونو او په ځانګړي ډول عربستان او متحده امارات د دې لوبې مرکزونه ګڼل کیږې. له دې پرته د هند او پاکستان په پنجاب، د پاکستان په پښتونخوا کې هم په مرغانو د ښکار سپورت کیږي. په انګریزي کې دغو مرغانو ته هوک (hawk) وایي که هغه خپله هوک (hawk) وي که باز،عقاب او یا هم بل کوم د ښکار لپاره روزل شوی مرغه وي



Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons