ویلیم اېف کوډي – William F. Cody

بشپړ نوم ېې (William Frederick Cody) ده او خلک ېې د (Buffalo Bill) په نامه پېژني. د فېبروي په ۲۶ نېټه، کال ۱۸۴۶، د متحده ایالاتو د لوا په کونټي سکوټ سیمه کې زېږېدلی او د جنوري په ۱۰ نېټه، کال ۱۹۱۷، د کلوراډو په ډېنور کې مړ شوی.
 
کوډي د امریکا د پوځ څارندوی، په اسانو سپرېدونکی پوني اکسپرس لوبغاړی، هندی مبارز، د اپرا مدیر او اداکار وو. کوډي د غربي امریکا حقایق په ډرامه او داستانونو کې ځای کړل. د ډرامې نوم ېې ( Buffalo Bill’s Wild West and Congress of Rough Riders of the World) وو. د دې ډرامې په وجه کوډي د نړۍ لومرنیو نړیوالو شخصیتونوکې شامل شو.
 
د کوډي پلاراېساق چې د میسیسپي د سیند (Mississippi River) په غاړه ېې په لو کلېر (LeClaire) کې فارم لاره له دې سیمې خپله کورنۍ کنزاس (Kansas) ته کډه کړه چېرته ېې چې یو دکان د کیکاپو هندۍ ادارې (Kickapoo Indian Agency) سره نږدې خلاص کړ. په دې وخت کې کنزاس د تشدد مبارې کې د دوه ډلو ترمنځ ډوب وو او دغه دوه ډلې د غلامۍ ملاتړي او د غلامۍ یا نورو د غلام په توګه لرلو مخالفین وو. د نورو مالوماتو لپاره (Bleeding Kansas) وګورئ. دلته اېساق د غلامي خلاف بیان ورکاوه چې د چاړې حمله پرې وشوه او د چاقو د ټپونو له وجې ېې درې کاله وروسته ساه ورکړه. د کوډي د پلار له مرګ وروسته په کال ۱۸۵۷ کې کوډي د خپلې کورنۍ د ساتلو لپاره د (Russell, Majors and Waddell freight company) حمل او نقل شرکت سره په نهه کلنۍ کې کار پېل کړ. په دې شرکت کې ېې د کار پر وخت په اس سپرېدنه زده کړه. په کال ۱۸۵۷ کې کوډي د یو تر ټولو ځوان هندي مبارز په توګه هغه وخت ولمانځل شو چې یو بل هندی ېې مړ کړ چاچې د کوډي د غوا ګانو په پادې حمله کولو کې مرسته کړې وه – کوډي د دې پادې د ساتنې مسول وو- د دې وژنې پر مهال له (Wild Bill Hickok) سره مخامخ شو او د کوډي ملاتړ ېې وکړ.
 
د پوني اکسپرس (Pony Express) په رسمي اسنادو کې د کوډي نوم نشته خو قوي شواهد شته چې کوډي په پوني اکسپرس کې ېې برخه اخیستې. له دې پرته خپله کوډي په خپلې بیوګرافي کې هم د پوني اکسپرس په اړه لیکلي. کوډي ۱۴ کلن وو چې د (Pony Express) لپاره ېې په کال ۱۸۶۰ کې په اس سپرېدنه پېل کړه. هغه به له رېډ بټ سټېشن (Red Butte Station) څخه پسفیک سپرینګ سټېشن (Pacific Springs Station) ته چې له یو بل څخه په ۴۸۰ کیلو متره واټن کې وو پیغام رساوه. دغه سفر تقریبا ۲۲ ساعته اخیستل. د یو سفر پر مهال ېې د اسانو مالک مړ پېدا کړ چې اسان ېې د امریکا د هندیانو لخوا غلا شوي وو. له دې سیمې نږدې بل سټېشن ته په تېښته ولاړ خو هلته له رسېدو سره ېې د خلکو یو ټیم د هندیانو خلاف جوړ کړ او د هندیانو هستوګنځای ته ېې له ځان سره بوتلل او غلا شوي اسان ېې بېرته ځنې راوستل. په بل ځل کوډي ته زېاتې پیسې ورکړل چې تر بل سټېشن پورې ېې انتقال کړي خو له کوډي سره وېره وه چې کېدای شي لار کې ولوټل شي. کوډي پېسې په اس باندې د ځان لاندې پټې کړې او د پوني ایکسپرېس دپیسو په کڅوړه کې ېې یوازې کاغذونه واچول. کله چې د غلو لخوا ونیول شو سم د لاسه ېې کڅوړه ورکړه او خپله تېښته ېې ممکنه کړه.
 
 
د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال د۱۸۶۱–۶۵ کلونو تر منځ د یوه ګروپ څارندوی وو چې د کیووا (Kiowa) او کومانش (Comanche) پر ضد ېې مبارزه کوله خو وروسته په کال ۱۸۶۳کې د کنزاس په ۷ اس سپرو سرتېرو کې وو. په میسوري او ټینسي کې له جګړې وروسته ېې د امریکا پوځ سره د ملکي څارندویه په توګه کار پېل کړ. د ۱۸۶۷–۶۸ کلونو تر منځ ېې د بوفالو (buffalo) – دامریکا مېښې- ښکار کولې تر څو د یونین رېل روډ پسفیک (Union Pacific Railroad) کار کوونکو ته خواړه چمتو کړي. داسې انګېرل کیږي چې په دغه موده کې کوډې تقریبا ۴۲۸۰ مېښې ښکار کړې او په همدې وجه د امریکا په ګرېټ پلېن (Great Plains) کې د مېښو وژونکي اتل لقب ورکړل شو.
 
 د کوډي پېژندنه یوازې د نښې وېشتنې له وجې نه وه بلکه په دې سیمه کې د بلدتیا او ګرځېدا، د هندیانو په اړه مالومات، دزړورتیا او مقاومت له وجې وه او د امریکا پوځ کوډي ته یوازې د یو سرتیري په توګه اړتیا نلرله بلکې د څارندویه تر څنګ یو ښه هدایت کوونکی وو تر څو هغه هندیان له منځه ویسي چې د ۱۸۶۸–۷۶ کلونو تر منځ په میسیسپي (Mississippi) کې د امریکایان پر ضد مقاومت کاوه.
په کال ۱۸۷۲ کې د امریکا (U.S. Pres. Ulysses S. Grant) د روسیې ګرېنډ دوک الکسیس (Grand Duke Alexis of Russia) ته د ښکار سفر تنظیم کړ په دې وخت کې جنرال فیلیپ شیریدېین (Gen. Philip Sheridan) کوډي او جورج ارم سټرونګ کسټر (Lieut. Col. George Armstrong Custer) ته دنده وسپارله چې دګرېنډ دوک الکسیس ملتیا وکړي. د همدې کال په ۲۶ اپرېل کې کوډي ته په دې وجه افتخاري مډال ورکړل شو چې هر هغه خطرناک ماموریت چې د نورو لخوا به ېې کوونه رد شوې وه د اجرا کولو مسولیت په غاړه اخیسته. په کال ۱۹۸۹ کې د امریکا پوځ هغو مړو شوو افسرانو ته مډال ورکول غوښتل چې امریکا ته ېې خدمت کړی وي چې بلاخره کوډي ته ورکړل شو. کوډي د امریکا د هندیانو خلاف په ۱۶ جګړو کې برخه اخیستې.
 
دغو کړنو یوازې د رسنیو لیکنو ته مواد نه وو برابر کړي بلکې د سکو رومان لیکونکو (dime novelists) ته ېې هم کار پېدا کړی وو چې بلاخره ېې له کوډي د غرب سیمه ایز اتل جوړ کړ. په دې پخوانیو لیکوالانو کې چې د کوډي په اړه ېې لیکنې کړي (Ned Buntline, E.Z.C. Judson and Prentiss Ingraham) دي. په کال ۱۸۷۲ کې کوډي ډرامو کې د اداکاري لپاره وهڅول شو او د (The Scouts of the Prairie) په ډرامه کې ېې اداکاري پېل کړه. په اوړي کې به ېې اداکاري کوله او په ژمي کې به ېې پوځ سره کار کوه. په کال ۱۸۸۳ کې ېې د (Nate Salsbury) په مرسته خپله ډرامه پېل کړه. په کال ۱۸۸۵ کې (Wild West show)، او په کال ۱۸۹۳ کې میلیون لیدونکي (Buffalo Bill’s Wild West and Congress of Rough Riders of the World) ډرامې پېدا کړل.
 
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons