Bering Sea Dispute – بېرنګ سمندر باندې شخړه

د امریکا له کاناډا او بریتانې سره د بېرنک سمندر په نړیوال وضعېت او موقېعت شخړه وه او د شخړې موخه ېې د الاسکا په ساحلي سیمو کې د اوبو خوګ (seal) په ښکار کنټرول وو. په کال ۱۸۸۱ کې امریکا د بېرنګ سمندر د ټولو اوبو ادعا وکړه او انګلستان د دې ادعا پېژندنه بېرته رد کړه. په کال ۱۸۸۶ کې د امریکا حکومت امر وکړ چې د بېرنګ سمندر اوبو کې د ټولو بېړیو فعالیت بند کړي. په ۱۸۸۶، ۱۸۸۷ او ۱۸۸۹ کې ېې ډېرې بېړۍ دلته ونیولې چې ډېرې د کاناډا وې او د برېتانې له کولمبیا څخه دې لور ته راغلې وې. کله چې د دې کړنې خلاف کاناډا او بریتانیا اعتراص وکړ نو امریکا په خپلې پخوانۍ ادعا ټینګار وکړ چې دا اوبه (mare clausum) دي – هغه اوبه چېرته چې د یو ځانګړي هېواد قضايي قانون پلي کیږي یا د یوه ځانګړي هیواد د واک لاندې سمندري اوبه.
 
کله چې د اوبو د خوګ (seal) تعداد په دې سیمه کې په کمېدو شو نو د بریتانیا او امریکا تر منځ په کال ۱۸۹۱ کې هوکړه وشوه چې په دې سیمه کې پولیس په دنده وګماري تر څو د دې حیواناتو ساتنه وکړي. له هوکړې یو کال وروسته دغه تړون دواړو لاسلیک کړ. په کال ۱۸۹۳ کې نړیوالې محکمې چې په پاریس کې ترسره شوه په دې سمندر کې ېې د امریکا لخوا د بېړیو نیونې وغندلې او دغه اوبه ېې (high sea) یا نړیوالې اوبه وګڼلې کومې چې د هېڅ ځانګړي هېواد د واک لاندې نه وي او بلاخره ېې امریکا د نیونو په وجه ۴۷۳۱۵۱ ډالر جریمه کړه.
 
له دې وروسته دې هوکړې ته سره ورسېدل چې یوازې د پسرلي په موسم کې به د اوبو د خوګ ښکار د (Pribilof Islands) ټاپو په شاوخوا اوبو کې بند وي ځکه چې دغه موسم د دې حیوان دمثل د تولید وخت ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons