Fishing – کب نیونه

په انګریزي کې ورته (angling) هم وایي. په مالګینو او یا تازه اوبو کې د کب نیونې سپورت ګڼل کیږي. معمولا په یو راډ، تار یا سیم او چنګګ ترسره کیږي. ریښه ېې ډېره پخوانۍ ده چې د خوړه لپاره خلکو کب نیوه کوله همداسې د سپورت په توګه هم ډېر زوړ تاریخ لري. د زېږیدیز کال څخه ۲۰۰۰ کاله وړاندې په مصر کې هم د چنګګ په ذریعه کب نیونه د سپورت په توګه ترسره شوې او په چین کې، په ۴ پېړۍ کې، د ورېښمو په تار کب نیونه شوې چې چنګګ ېې د ګنډلو لپاره له ستنې جوړ شوی وو او په دې چنګګ کې ېې وریجې د خوړو په توګه کارولې وې تر څو کبان پرې ونیسي. په یونانۍ، د روم، د پخوانۍ سوریې او ځنې د یهودانو لیکنو کې هم د کب نیونې په اړه مالومات پېدا شوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons