نهنګ نیونه – Whaling

نهنګ نیونه د خوړو او تېلو لپاره د نهنګ ښکارکولو ته وایي. یو وخت نهنګ نیونه د نړۍ ټولو هغو ملکونو کوله کوم چې سمندر لري او فکر کېده چې نهنګان په اوبوخورا زېات دي. خو د شلمې پېړۍ له نیمایي را په دیخوا د نهنګانو نفوس په کمېدو شو او د نفوس له کمېدو سره ېې ښکار هم محدود کړل شو. د ښکار په منع کولو کې ځنې عامه ادارو او دولتونو دواړو ونډه اخیستې. د نهنګ په اړه ډېر اسناد راغونډ شوي چې دغو اسنادو کې د نیولیتیک سمڅې له هنر (Neolithic cave art) نه نیولې تر د نن ورځې پورې د (International Whaling Commission) مستند فلمونه موجود دي خو داسې کوم شواهد ندي موندل شوي چې پخوانۍ د نهنګ نیونې طریقې وښیي.د ماقبل تاریخ هغه خلک چې د نړۍ په لرې شمالي ساحل لرونکو برخو کې اوسېدل مناسبه کرنه ېې نلرله او د خوړو لپاره ېې د نهنګ نیونې طریقې وکارولې او د ډبرو د دورې (Stone Age) وسله ېې د نهنګ نیونې لپاره کاروله. د شمالي امریکا د غربي او د شرقي برخې اسکیمو (Eskimo) یا (Inuit) سره اول اروپایان مخ شول چا چې له مخکې د نهنګ نیونې لپاره طریقې طرحه کړې وې او دغه طریقې په پراخه توګه تر ۱۹۰۰ پېړۍ پورې کارېدې. دغو خلکو له نهنګ څخه خپل خواړه، رڼا، تېل یا غوړ، سوڼ، فایبري تارونه جوړول له دې پرته ېې د نهنګ هډوکي د اوزاورو جوړولو لپاره او تعمیر کې کارول. په ۲۰ پېړۍ کې د نهنګ نیونې بېړۍ (Factory ship) د نهنګ نیونې لپاره وکارېدې او بلاخره د نهنګ دځنې ډولونو نسل په ورکېدو شو او په نړۍ کې د نهنګ نیونه یوازې یو څو ادارو ته محدوده شوه.



Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons