Frank Hall Knowlton – فرنک هال نالټن

د سپټمبر په دوېمه نیټه، کال ۱۸۶۰، د متحده ایالاتو په برانډون، وي ټي کې زېږېدلی او د نومبر په ۲۲ نېټه، کال ۱۹۲۶، د متحده ایالاتو په بالسټون، وي اې کې مړ شوی. د متحده ایالتونو د فوسیلي بوټو مطالعه کوونکی (paleobotanist) او د جیولوجیکي شواهدو پر بنسټ د ماقبل تاریخ د اقلیم په مطالعه کې مخکښ وو چا چې د قدیمي بوټو د جوړښت او خپرېدو په اړه ډېر څه کشف کړي.
 
نالټن په کولمبین پوهنتون کې چې اوسمهال د جورج واشنګټن پوهنتون په نامه یادیږي د ۱۸۸۷–۹۶کلونو ترمنځ د بوټپوهنې پروفیسور وو. د ۱۸۸۷–۸۹ کلونو تر منځ ېې په (National Museum, Washington, D.C) کې د فوسیلي بوټو ساتنه کوله. په کال ۱۸۸۹ کې یې د متحده ایالاتو د جیولوجیکي سروې سره کار پېل کړ او له همدې ادارې سره ېې تر خپل مرګه پورې اړیکه وساتله.
 
نالټن د فوسیلي بوټو د داخل مایکروسکوپي مطالعه پېل کړه او هغه دولونه ېې کشف کړل چې د کرېتاسیوس (Cretaceous) او سینوزویک (Cenozoic) دورو کې شنه شوي وو. (له ۱۴۵.۵ تر ۲.۶ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ). له مطالعې وروسته ېې په کال ۱۹۱۹ کې د (A Catalogue of the Mesozoic and Cenozoic Plants of North America) په نامه کتاب خپور کړ. له دې وروسته ېې (Evolution of Geologic Climates) لیکنې خپرې کړې په کومو لیکنو کې چې هغه د پلېسټوسېن دورې نه مخکې د ځمکې د اقلیم په اړه خلاصه لیکلې (۲.۶ میلیونه کلونو څخه وړاندې د ځمکې اقلیم). نالټن د ژوند په اوږدو کې ډېر کتابونه او تر ۲۰۰ زېاتې څېړنیزې لیکنې خپرې کړي. .
Frank Hall Knowlton
Frank Hall Knowlton for image detail page click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons