Winter – ژمی

د کال سوړ فصل ده، د مني او پسرلي تر منځ وي، د انګرېزۍ (winter) کلیمه د جرمنۍ ژبې له یوه ډېر پخواني لفظ څخه اخیستل شوې او مانا یې ‘ د اوبو وخت ‘ ده کوم چې په لوړو او منځنیو عرض البلدونو کې د واورې او باران ورښت ته رجوع کوي. په شمالي نیمه کره کې د کال تر ټولو لنډو ورځو یا د ژمي له سولیټایس (winter solstice) کوم چې د ډسمبر ۲۱ یا ۲۲ ده پېل کیږي او تر د پسرلي ایکینوکس (vernal equinox) پورې دوام کوي د پسرلي په ایکینوکس کې د ورځو او شپو اوږدوالی سره برابر وي او د مارچ په ۲۰ یا ۲۱ پېل کیږي. خو په جنوبي نیمه کره کې چېرې چې د سمندر لویه برخه، استرالیا، نیوزلنډ او داسې نور هېوادونه دي ژمی د جون له ۲۱ یا ۲۲ نېټې پېل کیږي او د سپټمبر په ۲۱ یا ۲۲ نېټه پای ته رسیږي.
 
په لوړو او منځنیو جغرافیایي عرضونو یا عرض البلدونو کې د ژمي فصل ډېر سوړ او د تودوخې درجه ډېره کمه وي، په استوایي سیمو کې د کال په اوږدو کې یا په ټولو فصلونو کې د تودوخې درجه لوړه وي. په اروپایي ژبو کې د ژمي مفهوم له خوب او ارام سره تړاو لري: په ژمي کې ځینې بوټي مړه کیږي او خپل تخم پرېدي له کومو چې تر پسرلي پورې نور وده کوي؛ ډېری حشرې مړې کیږي او ډېر ژوي د ژمې خوب کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons