فیجاوا – Feijoa

علمي نوم ېې (Acca sellowiana) ده او په انګریزۍ کې ورته (pineapple guava or guavasteen) نومونه هم اخلي. د میرټل (myrtle) وړې ونې دي چې کال ۱۲ میاشتې شنې وي. د کورنۍ نوم ېې میرتا سیای (Myrtaceae) ده. له امروت (guava) سره تړاو لري، اصلي ځای ېې برازیل، پاراګوې (Paraguay)، یوروګوې (Uruguay) او د ارجنټاین (Argentina) ځنې سیمې دي. په وچ اقلیم کې د دې ونې د خوږې میوې لپاره کرل کیږي. په کال ۱۸۹۰ کې جنوبي اروپا او په کال ۱۹۰۰ کې کلیفورنیا ته انتقال شوې. میوه ېې تازه خوړل کیږي او ځینې سیمو کې ترې مربا هم جوړیږي.
 
د ونې لوړوالی ېې تر ۵ متره پورې رسیږي، د زیتون شکل ته ورته پاڼې لري، د پاڼو پاسه خوا ېې تېز شین رنګ لري او لاندې خوا ېې سلوري رنګ لري. په ځینو سیمو کې دا ونې یوازې د ښکلا لپاره کرل کیږي. ونه ېې د تخم کرلو له لارې، د څانګې د پرې کولو (cuttings) له لارې، د پیوند له لارې (grafting) او ټیټه څانګه د ځمکې د لاندې کولو (layering) له لارې کرل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons