اينځر – Fig

اینځر د فیکس (Ficus) نسل, کوم نسل چې د مل بېري (mulberry) کورنۍ سره تړاو لري شامل ده. د کورنۍ نوم ېې مورا سیای (Moraceae) ده. فیکس کاریکا (Ficus carica) ډول ېې د سوداګرۍ لپاره تر ټولو پېژندل شوی ډول ده.
 
. د اینځر اصلي ځای د ترکې له اسیایي برخې تر د هند شمال پورې ده خو طبعي تخم ېې ډېر د مدیترانې په ملکونو کې شنه کیږي. ونه ېې لکه بوټی وړه ونه ده چې لوړوالی ېې له ۱ متر تر ۱۲ متره پورې رسېدای شي. په ژمي کې پاڼې رژونکی (deciduous) ده. میوه ېې د پاڼومحور کې یوه یا دوه ګونې وي. ګلان ېې یا نر (staminate) او یا ښځه (pistillate) وي. نر ګل ېې ګرده تولیدوي او د میوې په کپریفګز (caprifigs) برخه کې وي.
 
په باغدارۍ کې اینځر درې ډوله لري : سمیرنا (Smyrna)، سپین سن پېدرو (White San Pedro) او عام (common fig) اینځر دي. سمیرنا ډول ېې هغه وخت شنه کیږي چې د کرنې وړ تخم ېې وکرل شي. سپین سن پېدرو ډول ېې د دواړو د عام اینځر او سمیرنا ځانګړنې لري. په لومړي ځل ېې ګلان پرته له القاح حاصل کوي خو په دوېم ځل القاح (pollination) کوي. عام اینځر لکه ډوټاټو (Dottato)، فراګا (Fraga) او د ترکې نصواري اینځر (Brown Turkey) ګلان د حاصل کولو لپاره د ګلانو القاح (pollination) ته اړتیا نلري. په اینځر کې ېې تخم له داخل څخه خالي وي. یو وخت فکر کېده چې د دې ډول تخم خنثی ده خو اوس د باغدارۍ ساینس موندلې چې که چېرې د دې اینځر ګلان القاح وکړي تخم ېې د کرلو وړ ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons