انګور – Grape

د نسل نوم ېې ویتیس (Vitis)، د کورنۍ نوم ېې ویتا سیای (Vitaceae) ده. د ۶۰ ډولونو اصلي ځای ېې د شمال معتدله زون ده. انګور تازه خوړل کیږي، اوبه ترې د جوس جوړولو لپاره وېستل کیږي او یا د انګورو شراب ترې تخمیر کیږي، وچیږي او ممیز ترې جوړیږي. د ویتیس وینیفېرا (Vitis vinifera) ډول ېې د شرابو د تولید لپاره دي. په شمالي نیمه کره کې د نیوجېن (Neogene) او پالوجېن دورې (Paleogene) چې تقریبا له ۲.۶ میلیونه تر ۶۵ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ تېرې شوې دورې دي د انګورو په ځمکه کې ښخ شوي لرغوني اثار موندل شوي. په دې معنی چې انسانانو پخوا هم انګور پېژندل او شراب ېې هم ورڅخه تخمیر کول. د ځنې ډولونو په ځانګړي ډول د ویتیس لابروسکا (Vitis labrusca)، ویتیس آیستیوالیس (Vitis aestivalis) اصلي ځای شمالي امریکا ده، د ویتیس روتندیفولیا (Vitis rotundifolia) اصلي ځای جنوب شرقي امریکا ده.
 
د انګورو د بوټي که چېرې روزنه ونشي اوږدوالی ېې تر ۱۷ متره زېاتیږي. په وچو سیمو کې ممکن لکه د ونې په څېر پورته وده کونکی بوټی شي. واړه شین رنګه د خوشې یا غونچې شکل کې ګلان کوي. د میوې رنګ ېې تور، شین، سور او امبري رنګ لري. د باغدارۍ د ساینس له مخې د انګور میوه د توت (berry) یو ډول ده چې لږ یا زېات کروي شکل لري. د انګور میوه منرالونه لکه کلسیم او فاسفورس لري او د ویټامین A سرچینه ګڼل کیږي. ټول انګور بوره – ګلوکوز (glucose) او فرکټوز (fructose) لري. کوم چې زېات ګلوکوز لري په ډېره اسانۍ د شرابو لپاره تخمیر کیږي. د ګلوکوز کچه ېې د انګورو له ډول سره تړاو لري.
 
د انګورو باغداري دومره زړه ده لکه څومره چې تمدن زوړ ده. د انګورو د باغدارۍ او له انګورو د شرابو جوړلو تاریخ د مصر په ۱۷ او ۱۸ سلسلې کې دود وو. په انجیل کې هم د انګورو د کرنې ذکر شوی. د یونانیانو تر منځ هم د انګورو شراب څکل، پلور او پېرل دود وو. فنیقیانو (Phoenicians) د زېږون کال څخه ۶۰۰ کاله وړاندې د انګور بوټی له ځان سره فرانسې ته انتقال کړی وو. د روم خلکو هم د انګورو باغونه په دوېمه پېړۍ کې کرلي وو. د نړۍ په ټولو لویو وچو، ملکونو او سیمو کې چې د انګور لپاره اقلیم مناسب وي کرل کیږي.
 
سوداګریز انګور د پیوند (grafting) او یا د څانګې پرېکېدو (cuttin) له لارې خپریږي. پرې شوې څانګې ېې په ګلبڼ کې تقریبا یو کال وخت نیسي تر څو ریښې وکړي. د انګور بوټي (vine) روزنې ته اړتیا لري تر څو د خپلې خوښې بوټی ترې جوړ شي. د روزنې لپاره ېې د واړه بوټي څانګې پرې (Pruning) کیږي. د څانګو د پرې کوونې (Pruning) له لارې ېې تقریبا ۹۰ تر ۹۵ % پورې کلنۍ وده پرې کیږي.
 
د پیلوکسېرا (Phylloxera) په شمول نور پرازیت هم د انګور په بوټي حمله کوي. د انګور بوټي خپلې سپږې لري که چېرې له یوې سیمې بلې ته انتقال شي او سپږې هم ورسره ولاړې شي د یو بوټي سپږې کولای شي د ټولې سیمې باغونو ته زېان واړوي. د انګور ټول ډولونه تقریبا تر ۸۰۰۰ پورې اټکل شوي او ټول ډولونه ېې د شراب جوړلو لپاره کاریږي خو د ښه کیفیت شراب یوازې له څو ډولونو تولیدیدای شي. په ۱۹۷۰ لسیزه کې فرانسې ۳۵۰۰۰۰۰ جریبه ځمکه باندې انګور کرلي وو؛ هسپانیا او ایټالیا ۱۰۰۰۰۰۰ جریبه ځمکه باندې انګور کرلي وو؛ ترکې په ۶۵۰۰۰۰ جریبه ځمکه؛ ارجنتاین، یونان، هنگری، پرتګال، رومانیا، او متحده ایالاتو په ۲۸۰۰۰۰ جریبه ځمکه باندې انګور کرلي وو. له دې پرته نور د انګورو تولیدونکي استرالیا، بلغاریا، جرمني، سوریه او جنوبي افریقا وو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons