جوجوب – Jujube

د نسل نوم ېې زيزي فوس (Ziziphus)، دوه ډولونه لري د کورنۍ نوم ېې رېمنې سیای (Rhamnaceae) ده. په دې ونه کې زیزي جوجوبا (Zizi jujuba) عام ډول ده چې اصلي ځای ېې چین ګڼل کیږي چېرته چې دا ونې له ۴۰۰۰ کلونو کرل کیږي. همدا د چین ډول ېې تر ۷.۶ متره پورې لوړوالی لري. د پاڼو اوږد والی ېې له ۲.۵ تر ۷.۶ سانتي متره پورې رسیږي؛ د درې رګونو پاڼې لري. زېړ ګلان ېې په میوه بدلیږي. هندی یا کاټني جوجوب (Zizi mauritiana) له عام جوجوب سره توپیر لري، میوه ېې وړه او ډېره لکه د عام جوجوب په څېر خوږه نه ده.
 
جوجوب تازه خوړل کیږي، پخیږي، په غوړو کې سره کیږي. کله چې په شاتو او یا د بورې په شربت کې ووېشول شي لکه د فارس خرما په څېر ښکاري او ډېر خلک ورته د چین خرما نوم اخلي. له دې میوې چې کوم جوس اخیستل کیږي په وړه شیریني کې کاریږي چې د جوجوب په نامه یادیږي.
 
دواړه ډولونه په ګرم وچ اقلیم کې وده کوي په کومه سیمه کې چې تودوخه له ۹.۴° C څخه نه کمیږي. ونې ېې د افتونو (pest) ډېرو ډولونو سره مقاومت کولای شي. کرنه ېې د تخم له لارې کیږي خو د سوداګرۍ لپاره باید د لښتې پرې کولو له لارې (cutting)، د لیري (suckering) له لارې، د ریښو د پرې کولو له لارې (root cutting) وکرل شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons