امروت – Guava

د نسل نوم ېې پسیدوم (Psidium)، د کورنۍ نوم ېې میرتا سیای (Myrtaceae) ده. اصلي ځای ېې استوایي امریکا ده. یو ډول ېې عام (Psidium guajava) ده او بل ډول ېې تروش (cattley) یا (Psidium littorale or Psidium cattleianum) امروت دي. عام ډول ېې سپین یا زېړ پوستکي لري او منځ ېې کریمي یا سپین وي. تروش امروت ېې په دوه شکلونو کې وي: یو ېې زېړ پوستکی لري او بل ېې سور سپین رنګه زېړ ته ورته پوستکی لري. دواړه تروش شکلونه ېې اسید لري. په برازیل کې فیجاوا هم امروت ګڼل کیږي او د (pineapple guava) په نامه ېې یادوي. بل ډول ېې د کوستا ریکا (friedrichsthalianum) په نامه ده . د عام امروت ونه تر ۷.۶ متره پورې لوړیږي، ۲.۵ سانتي متره پراخ ګلان لري، میوه ېې د ناک شکل لري او قطر ېې تقریبا تر ۷.۶ سانتي متره پورې رسیږي. منځ کې واړه تخمونه لري چې تعداد ېې په وحشي امروتو کې تر کرل شو زېات وي. تازه امروت ویټامین A ، B او C لري.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons