ګرېپ میوه – Grapefruit

علمي نوم ېې (Citrus ×paradisi)، او په انګریزۍ کې ورته (pomelo) نوم هم اخلي؛ د کورنۍ نومې ېې روتا سیای (Rutaceae) ده. ممکن اصلي ځای ېې جامائیکا وي او د شادوک (shaddock) له دو رګه کولو لاسته راغلې وي. د نړۍ په ډېرو سیمو کې ېې خلک د سهارنۍ په توګه خوري. اوسمهال ېې تولید په هغو ملکونو کې خورا زېات ده چې لیمویي (Citrus) کرنه پکې زېاته کیږي. تر ټولو زېات کرونکي ېې اسراییل، متحده ایالتونه، قبرس، جنوبي افریقا او برازیل دي. ګرېپ میوه د ویټامین C سرچینه ګڼل کیږي.
ونه ېې د مالټې د ونې په اندازه وده کوي؛ لوړوالی ېې له ۴.۵ تر ۶ متره پورې رسيږي؛ ډېرې ګڼې پاڼې لري او د پاڼو رنګ ېې ځلېدونکی تېز شین رنګ ده. ګلان ېې د پاڼې په محور کې راشنه کیږي، د غنچې شکل او سپین رنګ لري. تر ټولو ښه میوه په هغه ځمکه کوي چې شګه لري، حاصلخېزه وي. یوه ونه ېې له ۵۸۵ تر ۶۷۵ کیلو ګرامه پورې میوه کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons