کم کوات – Kumquat

د نسل نوم ېې فورچونېلا (Fortunella) ده، د کال ۱۲ میاشتې ېې ونه شنه وي؛ د کورنۍ نوم ېې روتا سیای (Rutaceae) او اصلي ځای ېې شرقي اسیا ده. په ټولو نیمه استوايي سیمو کې کرل کیږي. تازه خوړل کیږي او یا مربا ترې جوړیږي. په چین کې د دې میوې څخه یو ډول شربت جوړیږي، په متحده ایالتونو کې د دې ونې پاڼې د کرسټ ماس یا د عیسویانو د اختر د سینګار لپاره کاریږي.
 
د ونې لوړوالی ېې له ۲.۴ تر ۳.۶ متره پورې رسیږي. تېز رنګه شنې پاڼې لري، څانګې ېې ازغي نلري، د پاڼو په محور کې یا یو ګل کوي او یا د غنچې شکل لري؛ د میوې رنګ ېې نارنجي، شکل ګرد یا هګۍ ته ورته بیضوي وي.
 
د کم کوات تر ټولو عام ډول (Fortunella margarita) ده. اصلي ځای ېې جنوبي چین ده. د میوې قطر ېې ۳ سانتي متره پورې ده. ګرد یا مرومي کم کوات (Fortunella japonica) د جاپان دي کوم چې د مالټې په څېر میوه لري او قطر ېې تر ۲.۵ سانتي متره پورې وي. میوا کم کوات (Fortunella crassifolia) په نامه ډول ېې بیضوي شکل لري، اسید نلري خوند ېې خوږ لکه د نورو په څېر تروش نده او ونه ېې له تروش شین لیمو (limes) او مالټې سره له دو رګه کېدو لاسته راغلې، په چین او متحده ایالتونو کې زېاتې کرل شوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons